د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د ارګ په ګډون بېلابېلو بنسټونو د "داعي" وژنه بوږنونکې بللې


په افغانستان کې د بېلابېلو خواوو، شخصیتونو او بنسټونو له خوا د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژنې خواشینې ښودل شوې ده.

الیاس داعي نن سهار د هلمند مرکز لښکرګاه کې هغه مهال ووژل شو چې پر موټر یې مقناطیسي ماین وچاودېد.

پېښه کې د داعې ورور چې ځایي خبریال و، ټپی شو.

د ازادي راډیو مشر قادر حبیب الیاس داعی یو زړور او مسلکي خبریال یاد کړ: "دا یو زړه بوږنونکی او ټکان ورکوونکی خبر و چې ما نن سهار واورېده، موږ دا حمله محکوموو، الیاس داعي ۲۰۰۸ کال نه را په دې خوا د ازادي راډیو سره کار کاوه چې نوموړی یو تکړه، بې طرفه او زړور خبریال و."

د ازادي راډیو مشر قادر حبیب
د ازادي راډیو مشر قادر حبیب

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د عمومي ریاست سرپرستې ډیزې سیندلر ویلي، داعي یو زړور او ژمن خبریال و او هېڅکله له هلمنده د راپور ورکولو پر مهال زړه نا زړه نه و.

مېرمن سندلر ویلي، د داعي وژنه یو بزدلانه عمل دی چې یوې ځوانې کورنۍ ته یې مرګونی ګزار ورکړ او افغانستان یې له یوه تکړه خبریاله بې برخې کړ.

په کابل کې د امریکا سفارت، د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو ادارو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دا برید غندلی دی.

له ارګه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له قوله راغلي دي چې: "ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی."

د جمهوري رئیس ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل، پر الیاس داعي برید په حکومت کې ټول چارواکي سخت ودردول.

د جمهوري رئیس ویاند صدیق صدیقي
د جمهوري رئیس ویاند صدیق صدیقي

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان دښمنان له بده مرغه زموږ د هېواد ځوانان هغه تګړه کسان چې د دې وطن د ابادۍ او خوشحالۍ لپاره کار کوي تر برید لاندې نیسي، د افغان ولسمشر له ادرسه د الیاس داعي

اخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید برید غندلی او د دې پېښې د هر اړخیزو څيړنو غوښتنه یې کړې.

د مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په سویل لویدیځ زون کې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي یو زړور خبریال و، خو د افغانستان دښمنانو د دې زړورتیا ونه شوه زغملای او وې واژه.

د افغانستان مخکیني جمهور رئيس حامد کرزي هم د ښاغلي داعي وژنه غندلې او د نوموړي کورنۍ ته يې صبر او حوصله غوښتې ده.

که څه هم د یادې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو د افغانستان د امنيت شورا سلاکار حمد الله محب د دغه برید د غندنې ترڅنګ طالبان مسؤل بللي دي.

ددې شورا وياند رحمت الله اندړ په کابل کې د يوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې وويل، د داعي د وژل کیدو عاملين به ونیول شي: ​" د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د الیاس داعي وژل کېدو د رسنیو کورنۍ ته د تسلیت تر څنګ دغه عمل د طالباني ترورېزم اصلي څېرې څرګندوی وباله چې په قاموس کې د دې هېواد په هېڅ قشر د رحم په نوم څه نشته، طالبان دې جنایت هغې مرحلې ته رسیدلي چې د دې ټولنې هر څه او هر څوک د هدف لاندې ګرځولي. "

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه پلټنه کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بیا دا د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی. د دغه هېواد د بشري حق کمېسيون ویلي چې په خبریالانو حمله د بیان پر ازادۍ حمله ده.

له دې ور اخوا په افغانستان کې ګڼو خبریالانو او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب ټولنو دغه حمله غندلې او له افغان حکومت څخه یې د ښاغلي داعي د وژونکو د نیول کېدو غوښتنه کړې ده.

محمد الیاس داعي له تېرې یوې لسیزې راهیسې له ازادي راډيو سره له هلمنده د خبریال په توګه کار کوه چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ۹ بجې په مرکز لښکر ګاه کې د یوه نښلول شوي ماین په چاودنې کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG