د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د داعي وژنه؛ د سوېل ختیځ زون خبریالان: ناوړه سیاستونو خبریالان قرباني کړل


د ازادي راډیو پخوانی خبریال الیاس داعي
د ازادي راډیو پخوانی خبریال الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال وژنې په سوېل ختیځ کې هم د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤلین او ژورنالېستان سخت دردمن او اندیښمن کړي دي.

دوی د الیاس داعي وژنه په هېواد کې د لویو ناوړه سیاستونو موجودیت او د کشفي او امنیتي ارګانونو کمزوری مدیریت بولي.

شکور کامران په پکتیا کې د پژواک ولایتي خبریال دی وایي، له کله یې چې د الیاس داعي د وژنې خبر اوریدلی، رواني شکنجه شوی او دې پېښې ډير اندېښمن کړی دی.

دی وایي، په هېواد کې د لویو ناوړه سیاستونو له امله هره ورځ خبریالان او لسګونه افغانان قرباني ورکوي چې په ټکو یې کشفي او امنیتي ادارې د خبریالانو د ژوند په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

کامران زیاتوي:"باور وکړئ دوه ساعته کېږي چې د داعي د شهادت خبر مې اوریدلی او ډېر سخت رواني تأثیر یې را باندې کړی، دا په ټوله کې د لویو ناوړه سیاستونو پایلې دي او بل دا دی چې امنیتي او کشفي ارګانونه په هېڅ صورت ځانته برئت نه شي ورکولی."

په سوېل ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل سیف‎الله حیات هم په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژنه د خبریالانو لپاره د خطر زنګ بللی او د هلمند د ځایي ادارې تر څنګ یې د ژورنالېستانو د حقونو څخه د دفاع ادارو غوښتي چې دا پېښه په جدي ډول وڅیړي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:"د الیاس داعي وژل کېدل یو ځل بیا خبریالانولپاره د رسنیو د ادارو لپاره د خطر زنګ دی، سر له اوسه په افغان حکومت غږ کووچې د الیاس داعي د وژل کېدو عاملین دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، څو نور خبریالان او د رسنیو ادارې هدف نه شي او له دوی سره تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، د سوېل ختیځ زون ټول خبریالان د داعي په وژل کېدو سخت دردمن شوي او هم مهاله اندېښمن هم دي."

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي نن سهار وختي هغه مهال دده په موټر کې د یوه نښلونکي ماین د چاودنې له امله ووژل شو چې نوموړی له خپل کوره د دندې په لور روان و.

په دې چاودنه کې د داعي ورور او دوه تنه نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د داعي د وژنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG