د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د داعي وژنه؛ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: ولې خبریالان په نښه کېږي؟


د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي له کوره دفتر ته پر لارې و چې د چسپکي ماین ښکار شو.
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي له کوره دفتر ته پر لارې و چې د چسپکي ماین ښکار شو.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي نن پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) سهار د هلمند په لښکرګاه ښار کې د هغه په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې له کبله ووژل شو.

د هغه اوښی وايي، پر داعي ټول هېواد خفه دی: "ډېر نرم، د لوړې حوصلې خاوند او له مینې ډک انسان و، مهربان زړه یې درلود او هر کله به یې چې کوم فقیر ولید، ورسره به یې مرسته کوله. "

د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه د پنج‌شنبې په سهار نږدې ۹ بجې او ۳۰ دقیقې هغه مهال وشوه چې الیاس داعي له کوره دندې ته پر لار و.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي له کوره دفتر ته پر لارې و چې د چسپکي ماین ښکار شو.

ښاغلي حازم زیاته کړه: "هغه مهال چې یې له کوره حرکت وکړ، له خپل کور سره د ۲۰ مټرۍ په واټن یې موټر چاودنه وکړه."

د ښاغلي حازم په خبره، په دې پېښه کې د الیاس داعي د ورور مجبتی محمدي په ګډون درې تنه نور هم وژل شوي چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د امنیتي خوندیتوب په اړه اندېښنه ښيي او هر څه ژر د دې ډول پېښو په څېړنې ټینګار کوي.

د دې کمېټې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي وايي: "د افغانستان له دولته مو غوښتنه ده چې هر څه ژر دا ستونزه حل کړي او خپله وظیفه عملي کړي. د خبریالانو سره دې مرسته نه کوي، بلکې د دې پرځای دې هغه څه چې اصلي دنده یې ده، د خبریالانو او رسنیو امنیت دې ونیسي. "

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي

د ښاغلي توحیدي په خبره، امنیتي مسؤلان باید خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې خبریالان په نښه کېږي او د دې بریدونو تر شا څوک دي.

محمد الیاس داعي ۱۲ کاله وړاندې له ازادي راډیو سره دنده پیل کړه، هغه واده کړی و او د مهربان په نوم یې کوچنۍ لور درلوده.

الیاس داعي داسې مهال په نښه کېږي چې د شنبې په ورځ په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاووش هم په ورته پېښه کې ووژل شو.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه په افغانستان کې ۷ تنه خبریالان وژل شوي، خو له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته، په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG