د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د خبریالانو د ملاتړ ځینې ټولنې: حکومت تر اوسه د خبریالانو ضد قضیې نه‌دي څېړلي


په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې نن درېیمه ده، خو تر اوسه قاتلین نه‌دي نیول شوي.
په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې نن درېیمه ده، خو تر اوسه قاتلین نه‌دي نیول شوي.

د خبریالانو د ملاتړ ځینې ټولنې وايي، حکومت تر اوسه د خبریالانو د وژنې او یا د دوی په وړاندې د بد چلند قضیې په جدیت نه‌دي څېړلي.

په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې نن درېیمه ده، خو تر اوسه قاتلین نه‌دي نیول شوي.

د کابل پرس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي، څرنګه چې حکومت تر اوسه د نورو وژل شویو خبریالانو په برخه کې عدالت نه‌دی تأمین کړی، د محمد الیاس داعي د وژنې قضیه به هم په جدیت ونه‌څېړل شي.

ښاغلی تسل زیاتوي: "له بده مرغه حکومت د خبریالانو د قتل په قضیو کې ډېر جدیت نه‌ښيي. تر اوسه داسې ډاډمن ځواب نه‌دی راکړل شوی چې ووایو حکومت د پلاني خبریال د قتل قضیه بشپړه وڅېړله او نتایج‌یې مثبت دي. موږ د حکومت له لوري ځینې دغسې راپورونه درلودل چې د خبریالانو د وژلو په تور یې خلک نیولي وو او په اعدام محکوم کړي وو، خو دغه پروسه او دا سلسله هر څه ګونګ دي، موږ وایو چې هغه طراحان پیدا کړئ، څوک چې د بیان د ازادۍ خلاف دي، هغه پیدا کړئ، ولس او رسنیو ته‌یې وښیئ."

د الیاس داعي ویجاړ شوی موټر
د الیاس داعي ویجاړ شوی موټر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، د محمد الیاس داعي د وژل کېدو پېښه د څېړل کېدو په حال کې ده.

ښاغلي ارین پر محمد الیاس داعي شوې حمله د طالبانو کار بللی او په خپله فېس‌بوک پاڼه کې یې لیکلي چې له دې سره د طالبانو له‌خوا د وژل شویو خبریالانو شمېر ۵۰ ته ورسېد.

پر الیاس داعي د شوې چاودنې مسؤلیت که څه هم چا نه‌دی منلی، خو طالبانو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي. طالبانو دا حمله نه‌ده غندلې.

بل‌خوا د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي، محمد الیاس داعي دغه سازمان ته ویلي و چې د طالبانو له‌خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي وو.

پاتریشیا ګاسمن
پاتریشیا ګاسمن

په هلمند کې د ازادي راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي تېره پنجشنبه په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي ټپي شو.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ټولو ارګانونو ته د محمد الیاس داعي د وژنې د دقیقې څېړنې سپارښتنه کړې ده:

ښاغلي مینه‌پال وویل: "د داعي صاحب د وژنې قضیه به په دقیق ډول څېړل کېږي، ځکه ولسمشر ټولو ارګانونو ته هدایت ورکړی چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي او ډېر ژر یې معلومات له موږ سره شریک کړي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه کې د افغانستان او ایران د برخې مشر رضا معیني پرون د محمد الیاس داعي د وژنې په اړه د شفافو څېړنو غوښتنه وکړه.

پرون هم په کابل، کندز، پکتیکا، هلمند، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې د ارواښاد داعي د فاتحې مراسم ترتیب شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG