د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژلو نړیوالې تبصرې


ډېرو نړیوالو ورځپاڼو په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژلو تبصرې او مطالب خپاره کړي دي.

مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼې په دې اړه د فرانس پرېس راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، ۳۳ کلن داعي پریس کلپ ته پر لاره و چې پر موټر یې نښلول شوی ماین وچاودېد.

چاودنه کې داعي ووژل شو او ورور یې سره له دوو نورو ملکیانو ټپی شو.

په دې مطلب کې وړاندې راغلي، افغانستان کې وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د پېژندل شوېو څېرو له هغې ډلې خبریالانو، روحانیونو، سیاستوالو او د بشري حقونو د فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

لیکنه کې راغلي، دا وژنې داسې مهال روانې دي چې د افغان دولت مرکچیان د طالبانو له مرکچیانو سره د سولې خبرو ته د اجنډا او تګ لارې په جوړولو بوخت دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار وروستیو څو اونیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو د تودو جګړو شاهد و.

تر الیاس داعي وړاندې کابل کې یو پیژندل شوی ټلوېزیوني ویاند یماسیاوش په ورته چاودنه کې ووژل شو.

د مطلب په دوام په کابل کې د امریکا سفارت د شارژدافیر راس ویلسن خبرې را اخېستل شوي چې ویلې یې دي، د الیاس داعي وژنه افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بل برید دی.

لاس انجلس ټایمر

لاس انجلس ټایمر ورځپاڼې هم د الیاس داعي پر وژلو یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، الیاس داعي ۲۰۰۶ کې مطبوعاتي ډګر ته راغی او ۲۰۰۸ کال کې یې له ازادي راډیو سره کار پیل کړ.

لاس انجلس ټایمز لیکلي، تاوتریخوالی داسې مهال روان دی چې د سولې مرکچي پلاوي له دوو میاشتو راهیسې سره ناست دي، خو تر اوسه یې خبرو کې ډېر کم پرمختګ کړی دی.

د مطلب په دوام راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو د اوربند یا لږ تر لږه اورکم غوښتنه کړې ده، خو د لیکوال په خبره طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې له افغان لوري سره د خبرو پر مهال پر اوربند بحث کېږي.

د الیاس داعي وژنې د بېلابېلو هېوادونو تُند غبرګونونه پارولي دي، کابل کې بېلابېلو سفارتونو دغه برید په کلکه غندلی دی.

XS
SM
MD
LG