د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

نړیوال خبریالان: "الیاس داعي" د هلمندیانو غږ و


الیاس داعي
الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د افغان همکارانو تر څنګ د هغه نړیوال همکاران هم د ده کار فوق العاده ځانګړی بولي او الیاس داعي یو نه تکرارېدونکی خبریال ګڼي.

الیاس داعي د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په دوولسمه نېټه) په لښکرګاه کې د ده په موټر پوري د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.

د وسله والو ډلو د مطالعې څېړنیز مرکز څېړونکې اشلي جیکسن وايي، لومړی ځل یې په ۲۰۱۸م کال کې د ازادي راډيو له خبریال الیاس داعي سره په هلمند کې هغه مهال ولیدل چې دا دغه ولایت ته د یوې څېړنې په خاطر تللې وه.

اشلي د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۳مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې کله دا هلمند ته تله نو هر چا ورته د الیاس داعي نوم یاداوه او ویل يې چې دا خبریال ډېر تکړه دی او په راپور کې همکاري کولای شي.

هغه زیاته کړه: "ده ډېر خلک پيژندل. ده له قابلو نیولې تر قومندانانو او حکومتي چارواکو پوري خلک پېژندل. د دې یو لامل د ده شخصیت وو چې خلکو ورته، نه! نشوای ویلای. دا د یوه ډېر ښه خبریال نښه ده. او زه پوهېږم دا هيڅ اسانه کار نه دی. دی ډېر زړور و په ځانګړې توګه کله چې د هلمند امنیتي وضعیت په دې وروسیتو کې ډېر خراب شو."

اشلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې داعي له خطر سره مخامخ وو خو ده بیا هم خپله دنده په پوره لېوالتیا تر سره کوله او غوښتل یې په هلمند کې پاتې شي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

د اشلي په وینا، د داعي وژنه نه یوازي د هلمند بلکه د ټول افغانستان لپاره او د نورو ټولو هغو خواخوږو کسانو لپاره یوه لویه ضایعه ده چې پوه شي هلته څه روان دي.

هغه زیاتوي: "که د داعي غوندي کسان نه وي نو د هلمند کیسې به څوک کوي؟ د داعي د وژل کېدو غمیزه ټولو ډېره ژوره حس کړې ده."

اندرو کويلټي، یو ازاد خبريال او عکاس دی چې په کابل کې اوسي.

دی د استرالیا تبعه دی او لومړی ځل په ۲۰۱۳م کال کې افغانستان ته تللی و.

کویلټي نړیوالو رسنیو ته د هلمند په اړه هم راپورونه ورکړي او دی وايي دا کار یې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي په مرسته کړی.

اندرو کویلټي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "له ۲۰۱۷م کال راهیسي د هلمند له لښکرګاه څخه د نړیوالو رسنیو ۹۵ فیصده راپورونه د الیاس داعي له برکته خپاره شوي."

اندرو پر ټویټر پاڼه د شا او خوا دېرشو نورو نړیوالو رسنیو او خبریالانو نومونه لیکلي چې الیاس داعي ورسره د هلمند د راپورونو په اړه همکاري کړې وه.

په دغو ادارو کې دي بیورو، دي ډېلي بیسټ، د افغانستان د څېړونکو شبکه، ټایم، فارن پالیسي، نیویارک ټایمز، سټارز اینډ سټرايپس او داسي نورې ادارې یادې شوي چې د الیاس داعي په همکارۍ یې نړیوالو ته د هلمند په اړه معلومات رسول.

ګڼو نورو نړیوالو خبریالانو د الیاس داعي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه لویه ضایعه بللې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG