د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

پکتیا کې یو واټ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم شو


په پکتیا او خوست کې لا هم په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې غم نه دی سوړ شوی او دلته د ځایي، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالان د ده په ویر راټول شوي و.

په پکتیا کې یو واټ هم د الیاس داعي په نوم نومول شوی او هدف ترې د بیان د ازادۍ د قربانیانو د یاد دایمي ساتل بلل شوي.

دا واټ د مرکز ګردېز اړوند د لوړ پوړیزو ودانیو په سیمه کې تازه جوړ شوی.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، له دې کاره یې موخه هغو ډلو ته چې عام خلک او خبریالان په نښه کوي، د دې پیغام ورکول دي چې دوی به تل د خلکو په زړونو کې وي او د دوی کارنامې به تاریخ د همېش لپاره په یاد ساتي.

ښاغلی فدايي وايي: "همدغه سړک د شهید الیاس داعي په نوم ونوموه، ترټولو هغو خلکو ته چې عام خلک او خبریالان وژني، دغه پیغام ورکړو چې که دوی په فزیکي ډول له موږه واخلئ د دوی نوم به نه یوازې زموږ په زړونو کې بلکې په تاریخ کې به یې هم ثبتوو."

دا واټ د مرکز ګردېز اړوند د لوړ پوړیزو ودانیو په سیمه کې تازه جوړ شوی
دا واټ د مرکز ګردېز اړوند د لوړ پوړیزو ودانیو په سیمه کې تازه جوړ شوی

په پکتیا کې د یو نیم کیلو متره په اوږدوالي دغه سړک د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له خوا جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو چې چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې.

په پکتیا کې د پرېس کلپ مشر فرید الله احمدزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې د الیاس داعي قضیه به هم لکه د تېرپه څېر هېره او جزئیات به یې له دوی سره شریک نه شي.

دی وايي:"په دې وروستیو کې نه یوازې داعي صیب بلکې ټول هغه خبریالان چې وژل شوي دي، حکومت یې یوازې غندنه کوي، د دې په ځای چې دقیقه پلټنه یې شوي وای او جزئیات یې له خبریالانو سره شریک شوي وای نه حکومت او نه هغه کمېټې چې د خبریالانو لپاره فعالیت کوي د دوی ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې او هغه خبریالان چې په شهادت رسیدلي قضیه یې په سم ډول نه ده ترسره کړې."

له بلې خوا د پکتیا په ګاونډ خوست ولایت کې هم د ځایي، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالان په هلمند کې د تېرې ورځې د شوي پېښې په غبرګون کې راټول شوي وو.

په خوست ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر سیف الله حیات د الیاس داعي وژنې ته په اشارې وویل چې افغان حکومت دې خبریالانو ته خوندي چاپېریال برابر کړي.

دی وايي: "د الیاس داعي وژنې دا وښوده چې افغانستان لاهم د خبریالانو لپاره خوندي ځای نه دی او له افغان حکومته غوښتنه دا ده چې د دې لوري په ساتنه او دوی ته د ښې کاري ساحې په برابرولو کې ځانګړی پام وساتي."

الیاس داعي له تېرې یوې لسیزې راهیسې په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال و.

د پنجشنبې (د لړم ۲۲مه) په ورځ سهارمهال یې په موټر پورې نښلول شوی ماین په داسې مهال وچاودېده چې له خپل ورور سره یوځای د هلمند ځایي پرېس کلب ته روان و.

په چاودنه کې یې ورور او دوه تنه نور ملکیان هم ټپیان شوي دي.

که څه هم پر نوموړي چاودنې د ډېرو ملي او نړیوالو ادارو او شخصیتونو غبرګونونه راوپارول، خو لا تراوسه هم د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG