د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

نیویارک ټایمز: امریکايي پوځیان په وتلو دي خو افغانان لا هم بایډن ته هیله لري 


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې امریکايي پوځیان په وتلو دي خو افغانان لا هم بایډن ته هیله لري.

د لیکنې لیکوال توماس ګیبنس وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان جګړه درېيو ولسمشرانو جوبایډن ته په میراث پرېښوده.

دا جګړه د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې پیل شوه، ورپسې اوباما او ټرمپ ولسمشران شول.

د لیکوال په باور دا د افغانستان او افغانانو لپاره سخت وختونه دي ځکه چې بایډن هم ویلي چې له افغانستانه پوځیان باسي.

بایډن د سږکال په لومړیو کې په فارن افېرز خپرونه کې لیکلي و:"لکه څرنګه چې مې له پخوا استدلال کړی، موږ باید له افغانستان او منځني ختیځ څخه د خپلو پوځیانو لوی اکثریت وباسو او خپل ماموریت القاعده او داعش ته محدود کړو."

خو افغان چارواکي فکر کوي چې بایډن به د ټرمپ په پرتله په مسوولانه ډول خپل پوځیان وباسي.

نیویارک ټایمز په دې اړه د افغانستان د کانونو او پیټرولیم د پخوانۍ وزیرې نرګس نهان خبرو ته اشاره کړې چې وايي، په دې پوهېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په برخه کې یوسلو اتیا درجې تغییر نه راځي خو د بایډن تر مشرۍ لاندې اداره به دا کار په ډېر مسوولانه ډول وکړي.

نیویارک ټایمز وايي، په کابل او واشنګټن کې ځیني چارواکي چې له امنیتي چارو خبر دي، وايي، داسې وېره شته چې ولسمشر ټرمپ ممکن د خپلې دورې په دې وروستیو ورځو کې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو بهیر چټک کړي.

امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د سلامشورې لپاره واشنګټن ته غوښتل شوی، خو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویاندوی ډګروال سوني لیګیت دا خبره رد کړه چې ګنې میلر واشنګټن ته بلل شوی دی.

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار ډلې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژل کېدو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې راغلي، الیاس داعي د رسنیو د ګڼو نورو خبریالانو په شان د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ و.

په دې لیکنه کې د داعي د وژل کېدو د پېښې د څرګندوالي تر بیانېدو وروسته راغلي، که څه هم طالبانو د دې لیکنې د خپرېدو تر شېبې پورې د الیاس داعي د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخېستی، خو داعي په خپله د بشري حقونو څارونکې ډلې ته ویلي و چې ګڼ خبرداري ورکړل شوي وو چې د طالبانو د جګړې په اړه له راپور ورکولو لاس واخلي.

خپرونه وايي چې طالبان عموماً له مقناطیسي بمونو او چاودېدونکو موادو کار اخلي او ډ‌ېر ځلې یې ملکي افغانان قرباني کېږي چې دا جنګي جنایت دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، یوازې د کار په خاطر د الیاس داعي وژل کېدا افغان رسنیو ته دا پیغام لري چې که د طالبانو په اړه راپورونه جوړوي نو له ستر خطر سره به مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG