د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

الجزیره: داعي د خلکو د کړاوونو او هیلو یو انځورګر و


محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

لوېدیځو رسنیو په غزني او زابل کې د یکشنبې د ورځې حملو ته ډېر پام اړولی دی.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، په دغو حملو کې چې په قطرکې د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ له خبرو سره په یوه وخت وشوې او مسؤلیت‌یې سمدستي چا یا کومې ډلې وانه‌خیست، له ۳۰ ډېر کسان ووژل شول.

د غزني چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ملي اردو د کمانډو پر یوه کنډک په موټربم چاودنه کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي او د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق‌بیان له یوې حملې چې د دې ولایت د امنیه قوماندان په وینا درې تنه په‌کې مړه او ۱۰ نور ژوبل شول، روغ ووت.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په قطر کې د سولې د خبرو له پیلېدو راهیسې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي او طالبانو هم حملو ته زور ورکړی دی.

ورځپاڼې پر کابل پوهنتون د وروستۍ حملې یادونه هم کړې چې ۲۲ تنه په‌کې ووژل شول، د وژل شویو اکثریت‌یې محصلان وو.

لاس انجلس ټایمز په دوام کې لیکي، د افغانستان حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه په بېړه د امریکایي سرتېرو وتل به د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ پیاوړی کړي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه په غزني او زابل کې د تېرې ورځې د بریدونو په اړه د بهرنیو هېوادونو د چارواکو له قوله لیکي چې ویلي یې دي په افغانستان کې شخړې د نه‌منلو تر حده رسېدلې دي.

د ګارډین په لیکنه دغو چارواکو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

  • الجزیره

په داسې حال کې چې لاس انجلس ټایمز او ګارډین ورځپاڼو په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته پام اړولی، د الجزیره خبري شبکې په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي د خلکو د ربړونو او هیلو خبریال بللی دی.

داعي د نومبر په ۱۲مه په لښکرګاه کې د هغه په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

الجزیره لیکي، په قطر کې پیل شوې خبرې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي بلل کېږي، خو له دې سره سره په افغانستان کې نه‌یوازې شخړې کمې شوې نه‌دي، بلکې ترڅنګ‌یې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو لړۍ هم تېزه شوې ده.

فعالان، دیني عالمان، خبریالان او نور ملکیان په دغو حملو کې په نښه کېږي.

۳۳ کلن الیاس داعي چې د دغو بریدونو یو قرباني دی، د افغانستان له خبرونو یې دنیا خبروله.

هلمند چې په تېره دوه لسیزه کې په‌کې د جګړې اور نه‌دی سوړ شوی، د نړۍ په خبرونو کې یې تل ځای درلود. بریتانیایي پوځیان اته کاله په دې ولایت کې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.

خو د داعي د راپور ورکولو بڼه بدله وه. هغه د جګړې ترڅنګ د خلکو د ټولنیز او فرهنګي وضعیت په اړه هم راپورونه ورکول.

الجزیره په دغه راپور کې د انګریزي ژبې ګندهارا وېب‌پاڼې د چلوونکي ابوبکر صدیق له قوله لیکي چې داعي یې د خلکو د کړاوونو او هیلو یو انځورګر یاد کړی دی.

هغه له یوې بشپړې بېلې زاویې مسایلو ته کتل او له هلمنده چې د اکثرو بهرنیو خبریالانو ورتګ د ناکراریو له امله ستونزمن دی، د همده راپورونه و چې د پېښو په اړه‌یې ورکول.

الجزیره لیکي، هلمند چې له کلونو راهیسې د افغانستان د دولت او د وسله‌والو مخالفو ځواکونو ترمنځ د جګړې او نښتو ډګر دی، خبریالان، د بشر د حقونو فعالان او څېړونکي، یوازني هغه کسان دي چې له وضعیته‌یې خلک خبروي، خو د جګړې ښکېل اړخونه په تېره بیا د دولت وسله‌وال مخالفان بیا د دغو افرادو حضور ته اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG