د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د داعي د وژلو دوه اوونۍ پوره کېږي، خو چارواکي وايي څېړنې یې روانې دي


په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې دوه ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ووژل شو
په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې دوه ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ووژل شو

په هلمند کې د ازادي رادیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدو دوه اوونۍ پوره شوې.

الیاس داعي د تیر لړم میاشتې پر ۲۹مه نېټه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په جنوب کې د افغان خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب بنسټونه وايي، د الیاس داعي د وژل کېدو دوه اوونۍ پوره کېږي، خو اړونده مسؤلانو تر اوسه د هغه د وژل کېدو جزئیات نه دي څرګند کړي.

د کندهار پرېس کلب مسوول جاوېد احمد تنویر وايي، د شااوخوا ۱۵ ورځو تیرېدو سره - سره افغان حکومت او وسله والو طالبانو دوی ته د الیاس داعي د قتل په اړه وضاحت نه دي ورکړي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

دی وايي: "متاسفانه دا دی د شهید الیاس داعي د شهادت دوه اوونۍ پوره شوې، نه وسله والو طالبانو او نه هم افغان حکومت په دې اړه موږ خبریالانو ته او نه هم د خبریالانو بنسټونو ته وضاحت ورکړي، دا په دې معنا چې دوی د شهید الیاس داعي قضیه د نورو قضیو په څېر بابېزه ګڼي."

جاوېد احمد تنویر زیاتوي، که حکومت او وسله وال طالبان د الیاس داعي د قضیې په اړه چوپ پاتې شي او په دې اړه وضاحت ورنه کړي نو دوی به د خبریالانو د ملاتړ د نورو بنسټونو سره یو ځای یو ګډ تصمیم نیسي.

تنویر وړاندې وايي: "موږ په هېڅ صورت چوپ او ارام نه کښېنو، موږ یو ځل بیا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو څخه د شهید الیاس داعي د شهادت د قضیې په اړه وضاحت غواړو، که دوی هم په دوامداره توګه د نورو قضیو په څېر چوپ پاتې شي، د کندهار خبریالان او په جنوب کې د خبریالانو بنسټونه به د مرکز سره د خبریالانو د ملاټرو ادارو سره یو ځای یو ګډ تصمیم ونیسي او په دې اړه به بیا موږ وروستۍ غږ او وروستۍ پرېکړه سرته رسوو."

په جنوب کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسؤل احمد لودین وايي، خبریالان او د الیاس داعي کورنۍ لا هم نه پوهېږي چې نوموړی چا او ولې وواژه.

ښاغلي لودین زیاته کړه: "تر اوسه موږ ته دا نه ده څرګنده شوې چې الیاس داعي چا وژلې دی؟ او ولې یې وژلې دی؟ موږ په دې اړه خپله اندېښنه او د دغسې قضیو په ځانګړه توګه بیا د شهید الیاس داعي د قضیې په اړه د ملګرو ملتونو سره هم خبرې کړي دي او دلته مو په کندهار کې د دوی د سیاسي نمایندګۍ څخه مرسته غوښته ده، څو د قضیې په روښانوالي کې راسره مرسته وکړي، لا هم موږ ته هېڅ وضاحت نه راکړل شوی، یوازې او یوازې دا راته ویل کېږي چې پلټنې روانې دي."

په جنوب کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسؤل عبدالسمیع غیرتمل وايي، دوی وېره لري چې د الیاس داعي قضیه دې هم په دې حوزه کې د نورو وژل شوېو خبریالانو په ډول له څېړنې پاتې شي.

ښاغلي غیرتمل زیاته کړه: "موږ د شهید الیاس داعي د شهادت په لومړۍ ورځ هم دا اندیښنه لرله چې د ده شهادت او د ده مړینه به هم دغسې پسې ورکېږي، لکه د نورو شهیدانو په څېر چې زابل، هلمند، ارزګان او کندهار کې پېښ شوي، دا دی د شهید الیاس داعي د شهادت تقریباً دوه اوونۍ پوره کېږي، تر اوسه دولت هغسې قناعت نه دی راکړی کوم ډول چې لازم دی."

بل خوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د الیاس داعي د وژل کېدو په اړه د پلټنې ټاکل شوي پلاوي لا هم په څیړنو بوخت دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

دی وايي: "موږ په دې برخه کې یو ځانګړی پلاوی ټاکلی دی، څو دغه قضیه دقیقه وڅیړل شي، دم ګړۍ امنیتي او کشفي ارګانونه په څېړنو بوخت دي."

د الیاس داعي د وژل کېدو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې د الیاس داعي د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG