د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

عفیفه معروف: د "الیاس داعي" وژنه بشري ضد جنایت بولم


الیاس داعي
الیاس داعي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د هلمند د سیمه ییز دفتر مشره عفیفه معروف د الیاس داعي وژنه یو بشري ضد جنایت ګڼي او له حکومت غوښتنه کوي چې وژونکي یې ونیسي.

اغلي معروف ازادي راډیو سره به خبرو کې الیاس داعي د بشري حقونو مدافع خبریال یاد کړ.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، د تېرې پنجشنبې په ورځ په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پوري د نښل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو، چې تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی منلی.

اجمل تورمان له اغلې معروف سره مرکه کړې ده او په سر کې یې د نوموړي په اړه ترې پوښتلي دي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG