د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د وژل شوي داعي کورنۍ: لا یې هم د څېړنو جزئیات نه دي څرګند


په هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډيو د خبريال الیاس داعي له وژل کېدو له دوو اوونيو زيات وخت تېرېږي، خو لا یې هم د وژنې د پېښې د څېړنو جزئیات نه دي څرګند شوي.

الیاس داعي د لړم په دولسمه د دغه ولایت په لښکرګاه ښار کې د نوموړي پر موټر د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو .

‎د داعي ورور مزمل شکري د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر اوسه د اړوندو مسؤلينو له خوا د ده او کورنۍ سره یې د ورور د وژل کېدو په اړه جزئيات نه دي شريک شوي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

دی وايي: "دولت تر اوسه له موږ سره د داعي صاحب د وژونکو په اړه څه نه دي شریک کړي، ان دا چې تر اوسه یې لا دا هم نه دي ویلي چې څومره پرمختګ شوی؟ یا یې پر چا شک راځي، دوی (دولت) دلته استخبارات لري، باید څېړنې او پلټنې وکړي، خو تر اوسه یې له موږ سره په دې اړه هېڅ نه دي شریک کړي."

‎ښاغلی شکري وایي، امنیتي مسؤلین باید د کره شواهدو پر بنسټ د ده ورور وژونکي ونیسي چې په خبره یې په دې سره به په هلمند ولایت کې تر ګواښ لاندې خبریالان يو څه د خونديتوب احساس وکړي او دا فکر به وکړي چې د پوښتنې يې يو څوک شته.

‎بل خوا په هلمند ولایت کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر زین الله ستانکزی وایي چې د الیاس داعي تر څنګ په تېر کې د نورو وژل شویو خبریالانو پېښې هم نه دي څېړل شوي چې دوی يې اندېښمن کړي‌ دي.

‎دی وايي: "خبریالان او نور فعالین وژل کېږي، خو بیا یې پوښتنه نه کېږي، موږ مخکې هم دا ‌‌‌‌‌‌ډول تجربې لرو چې مخکې کوم خبریالان وژل شوي، د هغوی قضیې نه دي څېړل شوي، وژونکو ته يې سزا نه ده ورکړل شوې، موږ هم په دې برخه کې اندېښمن یو او غوښتنه مو دا ده چې باید د دا شان قضیو د څېړلو په برخه کې حکومت جدي ووسي."

‎ښاغلی ستانکزی وایي، په داسې حال کې چې د الیاس داعي موټر له دوو ورځو په کور درول شوی و، وړاندې یې په خبره کشفي بنسټونو باید تر اوسه دا پېښه روښانه کړې وای.

ازادي راډیو هڅه وکړه، د الياس داعي د وژنې د قضيې د څېړنې په تړاو په دې راپور کې د هلمند د والي، امنيه قوماندان او د ملي امنيت رياست د مسوولينو نظر هم ولري، خو د ژمنو سره- سره يې بیا هم په دې اړه څه ونه ويل.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د الیاس داعي د وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده، خو د دې څېړنو د جزئیاتو په اړه یې تر اوسه هېڅ هم نه دي وړاندې کړي.

د الياس داعي د وژنې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی، طالبانو بيا ازادي راډيو ته ويلي وو چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

د الياس داعي وژنه په کور دننه او نړيواله کچه غندل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG