د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د محمد الیاس داعي مور: زما په زوی پسې دا ټوله دنیا خوابدې ده


په بېلابېلو ولایتونو کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

په بېلابېلو ولایتونو کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي مور وايي، داعي په ډېره زړورتیا خپله دنده ترسره کړه او پر مړینه‌یې افغانستان کې دننه او بهر خلک خوابدي دي.

د ښاغلي داعي مور زیاتوي: "زما په زوی پسې دا ټوله دنیا خوابدې ده او زموږ سره‌یې غمشریکي کړې ده، زما دغسې زوی و، دغسې مې روزلی و. دغسې زړور و او د غریبې کورنۍ و. زما د زوی نوم ژوندی دی، زما زوی نه‌دی مړ. ما نه‌دي ژړلي چې خویندو به‌یې ژړل ما به کرارولې ورته ویل مې زویه، ما ته خدای داسې زوی خدای راکړی و. خدای پاک راکړی و، خدای راڅخه واخیست."

د تېرې پنجشنبې په ورځ په مرکز لښکرګاه کې د محمد الیاس داعي په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې په خپله داعي ووژل شو، د ده ورور مجتبی محمدي له دوو نورو کسانو سره ټپي شو.

د چاودنې له امله د محمد الیاس داعي ویجاړ شوی موټر
د چاودنې له امله د محمد الیاس داعي ویجاړ شوی موټر

مجتبی محمدي چې پرون له روغتونه کور ته ستون شو وايي لا هم د مشر ورور یاد یې ځوروي.

محمدي د چاودنې د شېبې په اړه په خبرو کې وویل، له داعي سره‌یې له پخوا ځینې ټوکې درلودې چې پر یوه او بل‌یې د ورورۍ له مخې د څپېړو یا چپلاخو ګوزار کاوه.

ده زیاته کړه: "د کور له کوڅې [په موټر کې] تاو شوي وو چې د ټک غږ شو. کله چې ټک شو، ما او ده داسې ټوکې سره کولې چې کله به ده په چپلاخه (څپېړه) ووهلم کله به ما په چپلاخه واهه. دا مو له ډېره وخته دغسې مسخرې سره کولې. ورته ومې ویل دا دې څنګه څپېړه راکړه. سړی داسې کوي؟ کله چې دودونه خلاص شول پوه شوم چې تا زموږ کورنۍ ته داسې تاریخي چپلاخه ورکړه."

د ارواښاد داعي مور وايي، ده د یوې لویې کورنۍ د څه باندې ۳۰ غړو سرپرستي کوله: "داعي موږ ټولو ته روزي برابروله چې ۳۰-۴۰ نفره دي، د وروڼو او خویندو په ګډون‌یې په ټولو درسونه ویلي دي. بل داعي نه‌پیدا کېږي. وروڼه‌یې وايي داعي زموږ پلار و، خوریان او خورزې ګانې یې وايي داعي زموږ پلار و."

پکتیا کې د محمد الیاس داعي په نوم نومول شوی واټ
پکتیا کې د محمد الیاس داعي په نوم نومول شوی واټ

د داعي پر ویر د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او د نړۍ په ځینو هېوادونو کې غونډې هم شوې دي.

پېژندل شوي سندرغاړي هارون باچا هم یوه ویرنه د داعي په یاد خپره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG