د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

امرالله صالح: کابل کې د جنايي جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي


ارشيف
ارشيف

د پلازمېنې کابل له بیلابیلو سيمو 700 تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.د

ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د 700 مجرمینو د نېول کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي صالح جرمي شبکو ته ګواښ کړی چې د نه تسليمېدو په صورت کې به له جدې چلند سره مخ شي.

امرالله صالح نن په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ټولو ولایتونو کې د مجرمینو د نیولو لپاره نوملړ جوړ شوی او ډېر ژر به اقدام وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح که څه هم د دغو مجرمینو د جرمنونو نوعیت نه دی مشخص کړی خو ویلي، چې د درې زره او شپږ سوه مجرمینو له ډلې چې په دې وروستيو کې يې پېژندنه شوې وه 700 کسان نیول شوي او پاتې نورو پسې عملیات روان دي.

ښاغلي صالح دا هم ويلي، هغه مجرميرمين پټ شوي فکر کوي چې د سهار د شپږ نيمو بجو غونډې لنډ مهالې دي او دوی به بېرته خپلې کړنې پيل کړی خو په خبره يې دوی اشتباه کوي او بايد تسليم شي.

د نوموړي په خبره تسليم شوي بايد پښيماني وښيي او که د حق العبد دعوا پرې نه وه ښايي وبخښل شي.

افغان ولسمشر په کابل کې د جنايي جرمنو په ډېرېدو سره څه موده مخکې خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د پلازمېنې د امنیتي پېښو د ارزولو دنده وسپارله.

نوموړی له همغې ورځې وروسته هر سهار شپږ بجې د کابل له امنيتي مسولينو سره چې شمېر يې لسګونو ته رسېږي غونډې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا وایي، په نیول شویو کې ۵۰ تنه هغه کسان دي چې په هدفي وژنو کې لاس درلود.

ښاغلي ارین نن ازادي راډيو ته وویل، هڅې رواني دي چې پاتي کسان هم ونېول شي.

طارق ارين
طارق ارين

هغه زیاته کړه: "چسپکي ماینونه یو لوی ګواښ دی، تروریستي ډلې غواړي چې د مدني فعالانو په نښه کولو سره د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځته کړي ،په دې برخه کې هم اقدامات شوي دي، د هدفي وژنو او تروریستي پېښو په تړاو په تېرو دوو اونیو کې۵۰ کسان نیول شوي چې په کابل او ولایتونو کې ترهګریز فعالیتونه کول."

دا اقدامات داسې مهال کېږي چې په وروستیو دوو اونیو کې په کابل او ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې تېره پنجشنبه په هلمند کې د ازادي راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي ټپي شو.

د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دې منلی.

کورنیو چارو وزارت وايي، تروریستي ډلې هڅه کوي چې د نوموتو شخصیتونو، خبریالانو او مدني فعالانو په نښه کولو سره هڅه کوي چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG