د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

مسعود اندرابي: د 'فاطمې احمدي' د ادعا په اړه څېړنې پیل شوي


د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د یوې ښځینه پولیسې د جنسي ځورونې په اړه غبرګون وښود.

د دې سازمان یو کمپاینرې سیمرا حمیدي په خپل ټویټر لیکلي هغه کسان چې په دې پېښه کې ښکېل دي له پېژندلو وروسته باید په عام محضر کې تر پوښتنې لاندې ونیول شي.

د کابل د نهمې امنیتي حوزې د کشف برخې کارمندې فاطمه احمدي تېره ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو له لارې ادعا وکړه چې د دې حوزې یو شمېر منسوبینو ورسره ناوړه چلند کړی.

اغلې احمدي ادعا کړې چې د نهمې امنیتي حوزې یو شمېر مامورینو له دې نامشروع غوښتنې کړي دي.

نوموړې وايي، په دې اړه څو ځله اړوندو ادارو ته یې خپل غږ رسولی خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

هغې زیاته کړه: "له هغې وروسته چې دغه خبرې وشوې، د زمري میاشتې شپږمه ڼېټه وه چې مدیر صیب له ما نا مشروع غوښتنه وکړه او ما دې زمرې میاشتې په ۲۲ نېټه د جنايي جرمونو څېړنو ریاست ته مراجعه وکړه خو ځای یې ونه نیوه."

د فاطمې په څېر ډېر ښځينه پولیسې شته چې د افغانستان د پولیسو په لیکو کې دنده پر مخ وړي.

موږ هڅه وکړه چې د لا ډېرو معلوماتو لپاره له اغلې فاطمې سره خبرې وکړو خو بریالي نشو.

په ورته وخت کې د بخښنې نړېوال سازمان یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي په خپل ټویټر دې موضوع ته په اشاره سره لیکلي چې د یوشمېر پولیسو د فراغت په ورځ یوې ښځینه پولیسې له خپلې دندې استعفا کړې، د هویت کارت یې سوځولی او د خپل ځان پر وړاندې د جنسي ځورونې څخه پرده پورته کړې.

نوموړې لیکلي چې دا یو ستره ستونزه ده او ښکېل کسان یې باید په عام محضر کې تر پوښتنې لاندې راشي څو نورو ته عبرت وي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي وايي، د دې پېښې د څیړلو لپاره یې خپلې هڅې پیل کړي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل دغه قضیه ورته ډيره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه: "زه ټولو ته ډاډ ورکوم چې دا موضوع زموږ لپاره ډيره مهمه ده، په دې اړه خپلې څیړنې کوو، یو شمېر مسایل شته چې له ښځې سره هم باید خبرې وشي خو له بده مرغه ټیلیفونونه یې بند دي."

د افغان ښځينه پولیسو له لورې دا لومړنۍ ادعا نه ده، له دې وړاندې هم ورته ادعاکانې د یو شمېر ښځینه پولیسو له لورې اړوندو ادارو ته شوې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان په ملي پولیسو کې د ښځينه پولیسو شمېر شاوخوا ۴ زرو ته رسېږي.

د اغلې فاطمې له لورې دغه ادعا په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي هڅې روانې دي، په نږدې راتلونکې کې د افغانستان ملي پولیسو لیکو ته شاوخوا ۶ زره نورې ښځينه پولېسې ور اضافه شي.

XS
SM
MD
LG