د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۰۵

افغانستان کې د نجونو د فوټبال د ملي ټيم فعالیتونه ځنډېدلي؟


آرشیف/ افغانستان کې د نجونو د فوټبال ملي ټيم
آرشیف/ افغانستان کې د نجونو د فوټبال ملي ټيم

د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې تورونو په‌دغه هېواد کې د نجونو د فوټبال ملي ټيم فعالیتونه نه‌دي ځنډولي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم لوبډل‌مشره نیلاب محمدي وايي، د دغه ټيم اکثریت غړي په عادي ډول خپل فعالیتونه کوي.

اغلې محمدي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۹» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ټيم غړي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸»د فوټبال په یوه روزنیز پروګرام کې ګډون کړی.

د نوموړي په وینا، د نجونو د فوټبال ملي ټيم کوم غړي چې په افغانستان کې ژوند کوي له هېڅ ډول ناوړه چلند سره نه‌دي مخ شوي او خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نوموړې ویلي:

"خالدې پوپلزۍ ویلي چې خپل اسناد او شواهد وړاندې کړي او له هغه وروسته د فدراسیون مشر ممنوع الخروج شوی دا د هغې خبرې دي او دا چې زموږ په لوبغاړو داسې څه نه‌دي شوي، موږ د تېر په څېر خپل تمرینات کوو."

کپتان تیم فوتبال بانوان: خالده توطئه کرده، فدراسیون برای ما امن است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

وروسته له هغې چې ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې راپور خپور کړ، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې دا ادعاوې جدي وڅېړي.

له هغې وروسته لویې څارنوالۍ یو پلاوی وټاکه چې دغه پلاوي تر اوسه د فوټبال فدراسیون د رئیس او څلورو نورو لوړ پوړو چارواکو دندې وځنډولې او اوس یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

د لویې څارنوالۍ دا تازه اقدام ورسته له هغې دی چې ګارډین ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې يو ځل بیا د ځينو افغان ښځینه فوټبالرانو له قوله د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر له‌خوا د فوټبال په ځينو ښځینه لوبغاړو د جنسي تېري يو ټکان ورکوونکی راپور خپور کړ.

له دې وړاندې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مدیرې خالدې پوپلزۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي او ویلي یې دي چې د افغان ښځینه فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه یې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا سره یې هم شریک کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي بیا تر دې وړاندې ویلي چې تردې مهاله له ۲۵ زیاتو کسانو څېړنې شوي چې ډېر ژر به د خپلو څېړنو پایلې اعلان کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

په ورته وخت کې د نجونو د فوټبال د ملي ټیم یوې لوبغاړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې له ادعا وروسته به په دغه ټیم کې خپل غړیتوب ته دوام ورنه‌کړي.

نوموړې وویل:

"له هغه مهاله چې دغه ادعاوې شوي او موږ ازبکستان ته له سفره راغلي یو، یوازې یوه ورځ تمرین ته تللې یم او کله چې کورنۍ مې خبره شوه نوره اجازه یې را نه‌کړه چې تمرین ته لاړه شم او کورنۍ راته وویلي چې پرته له پوهنتون نه نور د فوټبال نوم هم وانه‌خلم."

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم دغه غړې وايي، د افغانستان لویې څارنوالۍ چارواکي باید دا قضیه په بشپړې بې طرفۍ سره وڅېړي، څو د ملي ټيم لوبغاړو حیثیت ته زیان ونه رسېږي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ تر دې وړاندې ویلي چې شوې ادعاوې په جدي توګه څېړي او عدالت به تأمین شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG