د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د بشر حقونو کمېسیون په ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو وضعیت ارزوي


د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون نښان
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون نښان

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد په ټولو ورزشي فدراسیونونو کې د ښځو په وړاندې د جنسي ځورونې او تاوترویخوالي د پېښو د څېړلو خبر ورکوي.

د افغانستان په فوټبال فدارسیون کې په ښځینه لوبغاړو د جنسي تېري او ځورونې د ادعاوو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد په ټولو ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو په وړاندې د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي د پېښو د څېړلو خبره کوي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غواړي چې د افغانستان په ټولو ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو د وضعیت عمومي ارزونه وکړي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

ده وویل:

"زموږ همکارانو يو ځانګړی فورم جوړ کړی چې د ټول المپيک او ورزشي فدراسیونونو عمومي ارزونه وکړي او د ښځینه لوبغاړو وضعیت په هر اړخیز ډول وڅېړي، څو معلومه شي چې په ورزشي فدراسیونونو کې د ښځو په وړاندې ځورونه او تاوتریخوالي شته او که نه؟ که وي چې موږ خپل اقدامات وکړو او دولت ته خپله طرحه ورکړو."

ښاغلی صدیقي وايي، د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو د جنسې ځورونې ادعاوو اندېښمن کړي او دوی دغه قضیه په جدي توګه څېړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د ځینو لوبغاړو له قوله د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو د ځورونې راپور خپور کړ چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې دا ادعاوې په جدي توګه وڅېړي.

له هغې وروسته لویې څارنوالۍ یو پلاوی وټاکه چې دغه پلاوي په خپل لومړي اقدام کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم او د یاد فدراسیون څلورو نورو لوړ پوړو چارواکو دندې وځنډولې.

دا شان د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د خپلو څېړنو په پایله کې ښاغلی کریم د درېیو میاشتو لپاره د فوټبال په برخه کې له فعالیته محروم کړ.

په دغه لړ کې ګارډین ورځپانې دوه ورځې وړاندې يو ځل بیا د ځينو افغان ښځینه فوټبالرانو له قوله د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر له خوا د فوټبال په ځينو ښځینه لوبغاړو د جنسي تېري يو ټکان ورکوونکی راپور خپور کړ، په ټولنیزو رسنیو کې یې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم په وړاندې د خلکو کلکه غوصه راوپاروله.

د دغه راپور تر خپرېدو يوه ورځ وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ په يوه بل اقدام کې د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم، د دغه فدراسیون د ګول ساتونکو د کمېټې مسؤل نادر عالمي، سکرتر جنرال علي رضا اقا زاده، د ولایتونو د اړیکو مسؤل عبدالصبور ولي زاده او د دغه فدراسیون يو کارکوونکی رستم ممنوع الخروج اعلان کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې څېړونکي پلاوي تر دې مهاله له ۲۵ زیاتو کسانو څېړنې کړي او د هغه ځانګړې خونې ویډوګانې او انځورونه يې هم اخيستي چې د ادعاوو له مخې په کې له نجونو جنسي استفاده کېدله.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو د شبکې د عدالت غوښتنې د کمېټې مسؤله روبینا همدرد وايي، کې په فوټبال فدراسیون کې په ښځینه لوبغاړو د جنسي تېري او ځورونې په قضیه کې عدالت ټینګ نشي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

دې وویل:

"له بده مرغه اوس وینو چې په دې برخه کې د خلکو اذهانو او دوی ته دومره لویه ضربه وارده شوه چې جبران به یې ډېر ستونزمن وي، هیله لرو چې په دغه قضیه کې عدالت ټینګ شي، که عدالت تامین نشي، نو يو زیان به يې دا وي چې هېڅ کله به بیا څوک خپل غږ پورته نه کړي او دوهم غټ تاوان به یې دا وي چې هېڅ څوک به په چا اعتماد ونه کړي او خپلې لوڼې به له کوره بهر پرې نږدي."

اغلې همدرد وايي، د ګارډین ورځپانې تازه راپور دا ښيي چې په فوټبال فدراسیون کې په ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې پېښې شته، خو نوموړې تمه لرې چې څېړونکی پلاوی په دې اړه خپله پرېکړه ژر تر ژره له خلکو سره شریکه کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG