د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

سمر: د افغان ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه به په نورو برخو کې د ښځو فعالیت کم کړي


ارشیف، د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر
ارشیف، د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه وايي، د فوټبال په فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه کولای شي چې په نورو برخو کې د ښځو فعالیتونه کم کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، لویه څارنوالۍ دې د فوتبال په فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو د تورونو د بررسۍ لپاره بیړه نه کوي.

ارشیف، د افغان نجونو فوټبال لوبډله
ارشیف، د افغان نجونو فوټبال لوبډله

سمر د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا ډول تورونه به د ورزش په بېلابېلو برخو کې د ښځینه لوبغاړو شتون کم کړي.

دا له لویې څارنوالۍ غواړي چې دغه تورونه دې په دقت سره بررسي کړي، که ثابت شي، نو د عاملینو پر وړاندې دې عدالت تامین شي.

دې زیاته کړه:

"له لوېې څارنوالۍ مو غوښتنه دا ده چې دغه قضیه په جدي توګه تعقیب کړي، ځکه د ښځو جنسي ځورونه په ټولو برخو کې د دوی د ودې خنډ کېږي، اوس چې د فوټبال پر فدراسیون تور لګېدلی، امکان لري چې په نورو برخو کې د دې لامل شي چې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه ورنه کړي چې ګډون په کې وکړي."

پخوا تر دې لوېې څارنوالۍ د ګارډین ورځپاڼې له راپور وروسته چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ښځینه لوبغاړې چې د فوتبال د ځینو چارواکو له خوا جنسي ځورېدلي، یو پلاوی وګماره چې دغه تورونه بررسي کړي.

ګارډین ورځپاڼې په دې وروستیو کې بل راپور خپور کړ چې د فوټبال د فدراسیون رئیس د دغه فدراسیون پر ځینو ښځینه لوبغاړو جنسي تېری کړی دی.

د لويې څارنوالۍ د حقیقت موندونکي پلاوي د بررسۍ په بهیر کې د فوټبال د فدراسیون د ځینو کارکوونکو دندې وځنډولې او ممنوع الخروج يې اعلان کړل.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم په دې اړه د خپلو ارزونو په نتیجه کې، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رئيس کرام الدین کریم د فوتبال په برخه کې تر درې میاشتو پورې له فعالیته بې برخې کړ.

سره له دې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال د ملي ټیم ځینو ښځینه لوبغاړو دغه تورونه رد کړل، خو د دغې ډلې پخوانۍ مسؤلې مدیرې خالدې پوپل په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې یو لړ اسناد او شواهد یې لوېې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د دغو تورونو بررسي روانه ده او دا چې وخت یې ونیو، لامل یې دا دی چې ادعا کوونکې له افغانستانه بهر اوسېږي.

د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

ارشیف، د افغانستان د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د ازادي راډيو په سټوډیو کې د مرکې په حال کې
ارشیف، د افغانستان د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د ازادي راډيو په سټوډیو کې د مرکې په حال کې

"دغه قضیه وخت ته اړتیا لري، خو لويې څارنوالۍ دغه قضیه په جدي توګه تر تعقیب لاندې نیولې او هر کله چې زموږ همکاران په دې اړه اسنادو ته لاسرسي پیدا کړي چې له مخې یې تصمیم ونیسي، تصمیم به ونیسي او له خلکو سره به شریک شي."

د رسولي په خبره، لویه څارنوالي هڅه کوي چې د خپلو ارزونو په نتیجه کې عدالت تامین کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG