د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۲۹

خالده پوپل: په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورولو اسناد مې لویې څارنوالۍ ته وسپارل


د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مسؤله وايي، هغه اسناد او شواهد يې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته سپارلي چې د فوټبالرانو نجونو ځورونه ښکاره کوي.

د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې پخوانۍ مسؤلې خالدې پوپل هغه ویډیوګانې لویې څارنوالۍ ته سپارلي چې د هغې په وینا، د نجونو د فوټبال لوبغاړو جنسي ځورول پکې له ورایه ښکاري.

مېرمن پوپل چې د یکشنبې په ورځ يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وویل چې دا ویډیوګانې د ځينو روزونکو او د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم د جنسي ځورولو دي چې په اردن او کابل کې ثبت شوي دي.

خالده پوپل
خالده پوپل

دې وویل:

"مونږ ته دافغانستان له لويې څارنوالۍ رسمي مکتوبرا ورسېد او هغه اسناد او شواهد چې مو په لاس کې لرل، نن مو لویې څارنوالۍ ته وسپارل."

وروسته له هغې چې ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې راپور خپور کړ، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې دا ادعاوې جدي وڅېړي.

له هغې وروسته لویې څارنوالۍ یو پلاوی وټاکه چې دغه پلاوي تر اوسه د فوټبال فدراسیون د رئیس او څلورو نورو لوړ پوړو چارواکو دندې ځنډولې دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د خپلو څېړنو له پیلولو وروسته، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین لږترلږه تر درېیو میاشتو د فوټبال په برخه کې له فعالیته محروم کړ.

د جنسي ځورولو په اړه بیا دا ادعاوې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې د اوسنیو غړو او خپله د فدراسیون له خوا رد شوې دي.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حقیقت موندونکي پلاوي تر اوسه د فوټبال فدراسیون د غړو په شمول، له ۱۵ کسانو څېړنې کړي او دا بهیر لا دوام لري.

د ښاغلي رسولي په وینا، لویې څارنوالۍ د هغو کسانو له خوا چې دا ادعا ييې کړې، د معلوماتو او اسنادو غوښتنه کړې ده.

جمشېد رسولي
جمشېد رسولي

ده وویل:

"هغې مېرمنې چې ادعا يې کړې وه او له یوې نړیوالې ورځپاڼې سره يې په دې اړه خبرې کړې وې، زمونږ پلاوي هم له هغې سره اړیکه نیولې او د مدارکو غوښتنه يې ترې کړې، په دې برخه کې چې بل کوم قدم اخیستل شوی، هغه له فیفا د معلوماتو، اسنادو او شواهدو غوښتنه ده چې په رسمي ډول ترې غوښتنه شوې ده."

ښاغلی رسولي له ټولو افغانانو په تېره هم د ښځو د حقونو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې که د فوټبال په فدراسیون کې د نجونو او مېرمنو د ځورونې په اړه اسناد او شواهد لري، له دوی سره دې یې شریک کړي.

کپتان تیم فوتبال بانوان: خالده توطئه کرده، فدراسیون برای ما امن است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

د هغه په وینا، هر کله چې د څېړونکي پلاوي په واک کې کافي معلومات ورکړل شول، د څېړنو نتیجه به بیا په خپل وخت له خلکو سره شریکه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG