د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

نیویارک ټایمز: افغانستان کې لا هم نجونې او ښځې د جنسي ځورولو سره مخ دي


په دې کې شک نه‎شته چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ژوند کې ډېر بدلون راغلی دی، خو تر اوسه پورې هم په دې هېواد کې نجونې او ښځې په خپل ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې یوه یې هم په لارو، کوڅو او د کار ځای کې د سړیو له‎خوا د ښځو ځورونه او اذیت دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مریم مهتر په نوم د یوې ۲۴ کلنې افغان ژورنالېستې له خولې ویلي، یوازې یو سهار له کور څخه کار ته پر لاره پنځه ځلي له ځورونې سره مخ شوې ده.

د مریم په وینا کله چې په تم ځای کې موټر ته په تمه وه، یو سړي لاس ور واچوه. دوه نورو سړیو ورته ناسمې کلمې وکارولې.

مریم مهتر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، په همدې ورځ چې نسبتاً مصؤنه خپل دفتر ته ورسېده او خپل کمپویټر یې پرانېست، نو د خپل یو نارینه همکار له شرم ډک جنسي پیغام یې ولیده چې ورته یې استولی و.

یوازې یو سهار له کور څخه کار ته پر لاره پنځه ځلي له ځورونې سره مخ شوې.

مریم چې د یو افغان خبري اژانس لپاره کار کوي، نیویارک ټایمز ته یې ویلي:

"زما ډېرې دوستانې په داسې ځورونو تل خاموشه پاتې کېږي. فکر کوي که څه شی ووايي، ټول یې بېرته ملامتوي او زما دوستانې په دې برخه په حقه دي."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ۳۰ کلنې شهرزاد اکبر له خولې چې د ولسمشر د سلاکارې په توګه کار کوي هم ویلي، کله چې یې نوی کار پیل کړی و، د نارینه‎و له‎خوا ازار او اذیت سره مخ شوې ده.

همدارنګه د نیوریارک ټایمز په راپور کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په صفونو کې هم د ښځو د جنسي ځورونې د ځینو پېښو یادونه شوې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د پولیسو د یو ۲۶ کلنې پخوانۍ افسرې زبیدې له خولې وايي، مشر یې په غېږ کې ونیوله او نامشروع غوښتنه یې ترې درلوده.

زبیده چې خپل ريښتیني نوم او د خپل ځورونکي مشر د نوم اخېستل یې نه غوښتل نیویارک ټایمز ته ویلي، دې کار مجبوره کړه چې خپله دنده پریږدي.

په یو شمېر اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم ښځې د جنسي ځورونو سره مخ دي.

زبیدې نیویارک ټایمز ته ویلي:

"که د هغه چا چې له ما یې د کار په ځای کې نامشروع غوښتنه لرله، نوم یاد کړم نو باور لرم چې هغه به ما یا زما د کورنۍ کوم غړی ووژني. د دې خطر هم شته چې خپله کورنۍ مې د غیرت په نوم ووژني."

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو د یو بنسټ مشره زرقا یفتلي وايي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ځکه پراخېږي چې هغه کسان نه مجازات کېږي چې د ښځو د ازار او اذیت سبب شوي.

نه یوازې په افغانستان بلکې په یو شمېر اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم ښځې د جنسي ځورونو سره مخ دي.

په دې هېوادونو کې ځینې یاد سیاسي او فرهنګي شخصیتونه د ښځو په جنسي ځورونه تورن شوي دي. په دې وروستیو کې په یو شمېر لویدیځو هېوادونو کې هم ښځو د نارینه‎وو له د ځورونو خلاف پرله‎پسې اعتراضونه زیات کړي ډي.

په افغانستان کې هم د ښځو د حقونو ګڼې فعالانې په دې باور دي چې خپله ښځې باید د دوی په وړاندې د شتو زور زیاتیو په ځانګړي توګه په لارو کوڅو او د کارځای کې د نارینه‎وو د ځورونې په اړه غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG