د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

انډېپنډنټ: وړې افغانې نجلۍ ټول عمر زندان کې له یوې قاتلې مور سره تېر کړ


  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغان ښځو په ژوند یو مطلب لیکلی او په همدې اړه‌یې د ملګرو ملتونو د خاص استازي تدامیچي یاماموتو د مقالې یوه برخه‌یې هم راخیستې ده.

ډیپلومات لیکلي چې افغان ښځې او نجونې ان د ودونو او یا وروڼو ته د بدلېدو په حالت کې هم له ډېر تاوتریخوالي سره مخ کېږي او په دې راز پرېکړو کې هېڅ واک نه‌لري.

د ملګرو ملتونو خاص استازي تدامیچي یاماموتو د مقالې په یوه برخه کې لیکلي چې د افغان نجونو په وړاندې تاوتریخوالی په پراخه کچه دوام لري او په افغانستان کې په خاصه توګه په لیرې پرتو سیمو کې له هغوی سره بد جنسیتي چلند کېږي.

یاماموتو د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر اساس وايي چې لږ تر لږه ۸۷ فیصده افغان ښځې په یوه بڼه د هغوی د جنسیت په خاطر ځورول کېږي.

  • انډېپنډنټ / نیویارک ټایمز

یوې وړې افغان نجلۍ ټول عمر په زندان کې له یوې قاتلې مور سره تېر کړ.

دا د انډېپنډټ بریتانوۍ خپرونې د یوې مقالې عنوان دی چې له نیویارک ټایمز یې راخیستی دی.

خپرونې لیکلي چې مینه په زندان کې پیدا شوه او همدلته له لسهاوو ستونزو او ناروغیو سره رالویه شوه.

انډېپنډنټ خپرونې د دې مور شیرین ګل یاده کړې او ویلي یې دي چې له ۲۰۰۱ میلادي تر ۲۰۰۴ میلادي کاله د ۲۷ ټکسي چلوونکو په وژلو او د هغوی د موټرو په غلا تورنه ده.

هغه د مجرمینو د یوې کړۍ مشره او دا ټکسي‌وانان‌یې خپل کور ته بیول.

په مقاله کې د مینې په حواله راغلي چې وايي غواړي بهر لاړه شي، خو په زندان کې هم خپله مور یوازې نه‌شي پرېښودلی.

وروسته له هغې چې مینې دې نړۍ ته سترګې وغړولې مور یې له اعدامه بچ شوه.

د راپورونو پر اساس د افغانستان په زندانونو کې نږدې زر تنه ښځې د وژنو، مخدره موادو د قاچاق، له کوره د تېښتې او لسګونه نورو جرمونو په خاطر بندیانې دي.

د بشري حقونو فعالانو په وار وار اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ناسم دودونه، صحرايي محکمې او خپل سري هغه څه دي چې ښځې یې عدالت ته له رسېدو پاتې کړې دي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې له جرمني نه د یوه افغان کډوال په ایستلو مطلب لیکلی دی.

د جرمني حکومت د دغه افغان پناه غوښتونکي د ایستلو په خاطر د خپل قانون په ماتولو تورن دی.

دا ۲۶ کلن افغان ځوان که خپل هېواد ته ستون کړای شي وبه وژل شي.

ګارډین د دغه ځوان نوم نه‌دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې هغه ښايي له ۷۸ نورو کسانو سره یوځای افغانستان ته واستول شي.

دا ځوان په پنځه کلنۍ کې له هېواده وتلی او ۲۱ کاله کېږي چې خپل وطن‌یې نه‌دی کتلی.

د ګارډین په خبره جرمني او نور اروپايي هېوادونه د بخښنې نړیوال سازمان له‌خوا تورن شوي چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي ځکه پناه غوښتونکي په داسې حال کې بېرته افغانستان ته استوي چې دا هېواد ملکیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو له پلوه په لومړۍ لیکه کې دی.

XS
SM
MD
LG