د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د محمد الیاس داعي کورنۍ: لا هم د داعي د قاتلانو نیول کېدو او مجازاتو په تمه یو


محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي، د کورنۍ غړي لا هم د ارواښاد داعي د قاتلانو د نیول کېدو او مجازاتو په تمه دي.

پر هغې پېښې چې لا یې چا مسؤلیت نه‌دی منلی، یوه اوونۍ واوښته، خو تر اوسه د وژونکو په موندلو او تثبیت کې پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

د ارواښاد داعي کشر ورور مدثر دعوت ازادي راډیو ته وویل، دوی له ټولو اړخونو د وژونکو د مجازاتو غوښتنه لري: "زموږ غوښتنه دا ده چې د داعي قاتلین پیدا شي، هغه که هر څوک وي. که د حکومت په اړخ کې وي، که د طالبانو په اړخ کې یا هم کوم فرد وي. زموږ هغه واقعي قاتل په‌کار دی. زموږ دا نه‌دي په‌کار چې دولت یو څوک ونیسي، د رسنیو مخې ته‌یې وښيي او ووايي دا د داعي قاتل و. زموږ هغه څوک په‌کار دی چې ثبوت ورسره وي او په دې موضوع کې پوره لاس ولري او موږ ته قناعت راکړي."

د هلمند په څنګلوري ولایت کندهار کې د ملت غږ راډیو مسؤل بسم‌الله وطندوست له حکومت، وسله‌والو طالبانو او نړیوالې ټولنې د عدالت په تأمین کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بسم‌الله وطندوست
بسم‌الله وطندوست

بسم‌الله وطندوست وايي: "پر شهید الیاس داعي برید ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو خبریالانو او ادارو غندلی دی، خو یوازې غندنه درد نه دوا کوي، پر حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې مو غږ دی، یو دا چې د شهید الیاس داعي په قضیه کې ښکېل کسان رسوا او ولس ته وښيي. د خبریالانو د خوندیتوب لپاره باید ټولې ډلې ټپلې جدي اقدام وکړي."

په کابل کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وايي، په هلمند کې نور خبریالان هم له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي: ​"ویل کېږي په هلمند کې نور خبریالان هم ګواښل شوي او خوندیتوب‌یې تر پوښتنې لاندې راغلی دی. حتی ځیني خبریالان غواړي له هلمنده نورو ولایتونو ته لاړ شي، ځکه په هلمند کې وضعیت ښه نه‌دی. موږ له دولته غوښتنه کوو چې دغه مسئله دې په ځانګړې توګه وڅېړل شي."

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي تېره پنجشنبه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي له دوو نورو کسانو سره ټپي شو.

مجتبی محمدي ازادي راډیو ته وویل، د داعي موټر په کور کې دننه ولاړ و او له کوره له وتلو لنډه شېبه وروسته چاودنه وشوه.

دا چې ماین په موټر پورې کله، څنګه او د چا له‌خوا نښلول شوی و، تر اوسه معلومه نه‌ده.

مجتبی محمدي وايي: ​"زما د ورور داعي صاحب موټر په کور کې دننه ولاړ و چې سره له دې چې موټر ایستلی هم نه‌دی، موټر په کور کې ولاړ دی، داسې پېښه کېږي، ولې؟ دا وضعیت به تر کله دغسې روان وي؟ نن که زما سره دا پېښه وشوه سبا له بل چا سره کېږي. د دې پېښې پلټنه دې وشي."

له چاودنې وروسته د الیاس داعي موټر
له چاودنې وروسته د الیاس داعي موټر

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېر محمد اخندزاده د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې تر اوسه هېچا د محمد الیاس داعي د وژنې د پلټنې په اړه جدي اقدام نه‌دی کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ په څېر د څېړنو د پیل خبر ورکوي، خو د کوم پرمختګ څرک نه په‌کې ښکاري.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د خبریالانو د وژونکو تشخیص او مجازات د دوی لومړیتوب دی:​ "موږ ته ډېره مهمه ده چې د خبریالانو د قتل عاملین باید تشخیص او د قانون له مخې مجازات شي. موږ دا موضوع څېړو او تعقیبوو، ان‌شاءالله که چېرې انکشاف و، جزئیات‌یې له تاسو سره شریکوو."

طارق ارین
طارق ارین

وسله‌والو طالبانو پر محمد الیاس داعي د شوې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی او په دې اړه‌یې د څېړنو ژمنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي، محمد الیاس داعي دغه سازمان ته ویلی وو چې وسله‌والو طالبانو د مرګ ګواښونه ورته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین چې پر محمد الیاس داعي حمله‌یې د وسله‌والو طالبانو کار بللی، ویلي له دې سره د طالبانو له‌خوا د وژل شویو خبریالانو شمېر ۵۰ ته ورسېد.

بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د محمد الیاس داعي وژنه غندلې او ځینو یې دا یو جنګي جنایت بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG