د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

اورګنایزېشن فار ورلډ پیس: هغه ژورنالېست چې په هلمند ولایت کې ووژل شو


هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي
هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي
  • دي ویک

«پوځي متخصصان وايي، د امریکايي پوځیانو وتل په سیمه کې شرایط پېچلي کوي»

دا د دي ویک خپرونې د یوې مقالې عنوان دی. خپرونې په پیل کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د نوي سرپرست دفاع وزیر کریستوفر مېلر هغه یادښت ته اشاره کړې چې د نومبر په ۱۳مه‌یې د دفاع وزارت مأمورینو ته ولېږه.

مېلر لیکلي "موږ هغه خلک نه‌یوو چې د تل لپاره به جنګېږو او نه دا هغه جنګ دی چې له نیکونو راپاتې و. جګړې باید پای ته ورسېږي".

له دې څلور ورځې وروسته مېلر له افغانستان، عراق او سومالیا څخه د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د جنورۍ تر ۱۵مې پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړي، په عراق کې هم دوه‌نیم زرو ته کمېږي.

دي ویک خپرونه وايي چې حاضر دمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۵۰۰ او په عراق کې ۳ زره دی. د امریکا دفاع وزارت غواړي چې له سومالیا هم ۷۰۰ پوځیان وباسي.

د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه خپرونې د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوه سلاکار جاوېد فیصل خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي دا اعلان دوی ته حیرانوونکی نه‌و، ځکه چې د ټرمپ حکومت له وړاندې لا ویلي و چې له افغانستانه پوځیان باسي.

فیصل دا هم ویلي چې د ۲۰۱۴ له پایه راوروسته د افغانستان امنیت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دی.

خو دي ویک وايي چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې پر اساس، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل مشروط و. امریکا په دې شرط د ځواکونو له ایستلو سره موافقه وکړه چې طالبان تشدد کم کړي، د افغانستان د دولت له استازو سره د سولې خبرو ته کېني او له القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي.

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال ډېوېد پټرایس چې یوه موده په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و؛ ویلي، داسې هېڅ نښه نه‌ښکاري چې طالبانو دې له القاعده سره اړیکې پرې کړې وي.

  • اورګنایزېشن فار ورلډ پیس

د سولې لپاره نړیوال سازمان په خپله خپرونه کې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژل کېدو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې سرلیک دی: "هغه ژورنالېست چې په هلمند ولایت کې ووژل شو".

په دې لیکنه کې د الیاس داعي د وژل کېدو د څرنګوالي او پر دې پېښه د بشري حقونو د ټولنو د غبرګون تر یادولو وروسته راغلي چې هېڅ ډلې د دې ترور مسؤلیت په غاړه وانه‌خیست، خو ډېر احتمال شته چې طالبانو دا برید کړی وي.

دې خپرونې د الجزیرې ټلوېزیون یادونه هم کړې چې ویلي یې دي طالبانو له یوې مودې راهیسې هڅه کوله چې الیاس داعي له راپور ورکولو منع کړي.

XS
SM
MD
LG