د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

نى: د "الیاس داعي" د وژنې په تور یو طالب قومندان نیول شوى


الياس داعي
الياس داعي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا ( نى ) وايي، د دوی د معلوماتو پر بنسټ هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدو په تور د افغانستان ملي امنیت یو طالب قومندان نیولی.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ( نى) وايي، د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو ملي امنیت په هلنمد ولایت کې یو مشکوک کس نیولی.

د دې اداري مشر مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوی کس په هلمند کې د طالبانو یو قومندان دی.

هغه زياتوي: "د نى د معلوماتو پر بنسټ د الیاس داعي وژنې په اړ ملي امنیت یو کس چې په هلمند کې د طالبانو ځايي قومندان دی نیولی، د ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ ویل کیږي چې دغه کس د الیاس داعي په وژنه کې یې لاس درلود، که ملي امنیت سره په دې اړه اسناد وي باید وړاندې یې کړي."

ښاغلی خلوتګر له افغان حکومت څخه په دې برخه کې د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان په ملي امنیت ریاست کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، په هلنمد کې د ورستیو هدفي وژنو او مقناطیسي ماینونو د چاودنو په تور یې درې مشکوک کسان نیولي.

دې سرچینې چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، ګمان کېږي، چې له د مشکوکو کسانو څخه د پوښتنو ګرویږنو وروسته به د داعي د قتل د قضیې په تړاو هم معلومات ترلاسه شي.

د افغانستان د ملي امنیت دې سرچینې همدارنګه وویل چې په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي د قضیې په اړه څېړنې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

له دې سره هم مهاله د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا ازادي راډیو ته وویل چې ولایتي اداره ددې قضیې د څیړنې په برخه کې جدي ده.

هغه زياتوي: ""تېره ورځ د ولایت مشر والي صیب خپل کشفي او امنیتي بنسټونو ته د دې قضیې د لا څېړلو لپاره جدي سپارښتنې وکړې، دغه قضیه باید وڅېړل شي او پرمختګ په کې رامنځته شي، هدف دا دی چې اوس د دې قضیې پیل ته داخل شوي، باید هغه چا ته ورسېږو چې دغه پېښه یې رامنځته کړې او په دې قضیه کې لاس لري ."

د ښاغلي ځواک په خبره، د داعي وژنې د قضیې په اړه به سیمه ييزه اداره غلې پاتې نه شي.

طالبانو بیا دغه ادعاوې چې د حکومت د ملي امنیت ادارې دې، دوی ته منسوب کسان د الیاس داعي د قتل په تړاو نېولې وي رد کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل، د ازادي راډيو خبریال سره دوی ستونزه نه درلوده او که رسنیو سره ستونزه پیدا کېږي د خبرو له لارې یې حل کوي.

ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ازادي راډیو ته د الیاس داعي په وژنه کې د دې ډلې لاس لرل نه رد کړي او نه هم منلې وو او ویلې یې و چې په دې اړه دوی څېړنې کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د الیاس داعي د قتل په اړه یو بیان کې ویلي، چې نوموړی او یو شمېر نور ژورنالیستان طالبانو تهدید کړي وو.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نومبر د میاشتې په ۱۲مه په لښکرګاه ښار کې د ده په موټر کې د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو او یو ورور یې هم ټپي شو.

XS
SM
MD
LG