د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

محمد الیاس داعي: هلمند زما روح دی، زما مور ده، هېڅکله به‌یې خوشې نه‌کړم


محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي هېڅکله هم نیت نه‌درلود چې له هلمنده ووځي.

دا خبره یوه استرالیایي خبریال په هغه راپور کې چې د افغانستان د تحلیلګرانو په شبکه کې یې خپور کړی، کړې ده.

اندریو کویلټي «Andrew Quiltyِ» چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په کابل کې اوسي او له داعي سره‌یې له نږدې کار کړی، په دې وروستیو کې یې 'له امریکا وروسته افغانستان' په نوم د انټرنټ له لارې په خپلواکه توګه د صوتي راپورونو خپرول هم پیل کړي دي.

نوموړی وایي، پر داعي هلمند او خلک‌یې ډېر ګران ول.

"هلمند زما روح دی، زما مور ده، هېڅکله به‌یې خوشې نه‌کړم"

دا د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي هغه خبره ده چې تر وژل کېدو مخکې یې کړې وه. همداسې هم وشول، داعي هلمند خوشې نه‌کړ، خو غږ یې د تل لپاره غلی شو.

استرالیایي خبریال اندریو کویلټي چې کلونه‌یې له داعي سره له نږدې کار کړی، د افغانستان د تحلیلګرانو په شبکه کې د داعي د مړینې په اړه په یوه مطلب کې د هغه ژوند او فعالیت ته کتنه کړې چې د پیل په کرښو کې یې لیکي: "الیاس داعي، دا د افغانستان یو تر ټولو د درناوي وړ خبریال د نومبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په یوه هدفي بم چاودنه کې ووژل شو. داعي پر خپلو همکارانو ډېر ګران و او ډېر ستایل کېده، همداسې د راډیو په اورېدونکو هم او قتل‌یې په دې اړه چې ایا د هدفي وژنو له زیاتوالي سره دغه مسلک هم له په نښه کېدو مستثنی نه‌دی، پوښتنې راپورته کړې دي."

د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي په اړه بشپړ راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:32 0:00

XS
SM
MD
LG