د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

ارګ: د "داعي" د وژل کېدو په تړاو شبکه پېژندل شوې او ژر به ونیول شي


الیاس داعي
الیاس داعي

افغان حکومت وايي، د الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو يې يوه شبکه پېژندلی او ډېر ژر به يې ونيسي.

د داعي له وژل کېدو نږدې يوه مياشت تېرېږي خو لا يې هم غم د خواخوږو لپاره تازه دی.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په کابل کې د ازادي راډيو خبريال الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو ياد غونډه جوړه کړې وه.

په ياد غونډه کې ګڼو دولتي چارواکو ګډون درلود.

د جمهور رئيس د وياند مرستيال دوا خان مينه پال د داعي د وژل کېدو په تړاو يې د يوې شبکې دپېژندلو خبره وکړه‌.

هغه وايي، دغه قاتلينو څېرې به ډېرې بربنډې شي‌.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه: "دغه پېښه په جدي ډول څېړو د هلمند امنيتي او کشفي بنسټونه قضيې ته داخل شوي او شبکه پېژندل شوې او ډېر ژر به يې څېرې بربڼډې شي او قاتلين به يې د قانون منګلو ته وسپارل شي."

له دې سره هممهاله د رسنیو يو شمېر ملاتړو بنسټونو د ارواښاد داعي د وژل کېدو په برخه کې امنيتي بنسټونه ناکامه وبلل.

د افغانستان د ژورناليستانو فدراسيون استازی عزیز احمد تسل وايي، حکومت د داعي د وژل کېدو په تړاو ولې غلی دی‌.

هغه وویل: "دا چې اوس ښاغلی مينه پال راغلی او موږ ته وايي، چې موږ په دې کسان نيولي، نه وروره ! موږ ته هغه کرايي کسان په رامخته کوه چې په نورو چسپکي ماينونو کې ښکېل دي او ته راته وايې چې دغه دی ومونيول، دغه پل واړوئ او يا غل راپه نښه کړئ."

د ښاغلي تسل په خبره که حکومت د دې قضيه قاتلين ولس په ګوته نه کړي، د رسنيو ملاتړ بنسټونه به په دې برخه کې لاس په کار شي.

الیاس داعي تېره مياشت د نومبر په ۱۲ مه نېټه د هلمند په لشکرګاه کې د نوموړي په موټر کې د ځاي پرځاي شوو چاودېدونکو توکو له امله ووژل او د نوموړي کشر ورور سخت ټپي شو.

لا تر اوسه ددې پېښې مسوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG