د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د لوګر خبریالان د "الياس داعي" د وژنې د قضیې څېړنه غواړي


محمد الیاس داعي
محمد الیاس داعي

د لوګر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د ازادۍ راډیو خبریال محمدالیاس داعي له وژنې درې اونۍ تېرېږي، خو تر اوسه حکومتي چارواکو د دې پېښې په اړه د خپلو څېړنو پایلې رسنیو سره نه دي شریکې کړي.

دوی وايي، د داعي د وژنې د قضیې په څېړنه کې ځنډ انديښمن کړي او فکر کوي، چې ممکن دوی هم په خپلو رسنیزو فعالیتونو کې له ورته حالت سره مخامخ شي.

محمدالیاس داعي د نومبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو، چې دده پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

نن د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوند راډیو د امتیاز خاوند او خبریال مطیع الله سرور مشال راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت وغوښتل، چې یاده پېښه په جدیت وڅېړي او پایلې دې له رسنیو او ولسونو سره شریکې کړي.

مطیع الله سرور زیاته کړه: د دریو اونیو په تېرېدو سره د داعي صیب د شهادت په تړاو حکومت هیڅ وضاحت ورنه کړ، څېړنه يې ونه کړه او پایله يې د داعي صیب د کورنۍ او د خبریالانو له بنسټونو سره شریکه نه کړه، دا حالت خبریالانو ته د اندېښنې وړ ده او موږ له خپل کار نا اميده یو، کله چې کار کوو، فکر کوو، د داعي، نقشبندي او سیاووش له برخلیک سره به مخامخ شو."

د ذکي په نوم د لوګر یو خبریال وايي، الیاس داعي په ملي او نړیواله کچه د افغانانو یو رسا غږ وو او پدې ډول وژل کېدل يې افغانانو لپاره د زغم وړ نه دي.

دی زیاتوي، افغان حکومت باید دا قضیه په جدیت سره وڅېړي او عاملین ولس ته په ډاګه کړي.

په لوګر کې د ملي پیوند په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال حبیب الرحمان کاکړ بیا وايي، په ټوله کې خبریالان په افغانستان کې خوندیتوب نه لري او تل له خطر سره متوجه دي، چې ښه مثال يې الیاس داعي او نور خبریالان دي.

نوموړی زیاتوي، دا مسئله باید روښانه شي، چې داعي چا وواژه او ولې يې وواژه.

په سویل ختيځ زون کې د سردارشفق په نوم یو بل ازاد خبریال وايي، چې حکومت د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلی او د الیاس داعي په ګډون د ډیریو وژل شویو خبریالانو پېښې پټې پاتې شوې دي.

ښاغلي شفق له افغان حکومت وغوښتل، چې د خبریالانو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په لوګر کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دا هم وویل، دوی به تر هغه د محمدالیاس داعي د وژنې د پېښو د څېړنې غوښتلو ته دوام ورکوی، چې افغان حکومت او اړوندې ادارې پدې اړه د خپلو اقداماتو او څېړنو پایلې په واضح ډول رسنیو او ولس سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG