د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

افغانستان

هلمند کې د "داعي" د مور په ګډون لسګونه مېرمنې د سولې غونډه جوړوي

محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په هلمند کې د ازادۍ راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د مور په ګډون، تر سلو زیاتې مېرمنې نن په یوه غونډه کې د سولې غوښتنه کوي.

په لښکرګاه کې د دې غونډې یوه تنظیموونکي او د ژورنالستانو دفاع کمېټې مسوول عبدالمعید هاشمي برايي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه مېرمنې له بېلابېلو ولسوالیو راغونډېږي.

هاشمي زیاته کړه: "د شهید محمد الیاس داعي د مورکۍ په ګډون او مشرۍ لاندې له ۱۰۰ زیاتې مېرمنې تر یوه چتر لاندې راټولېږي او د جګړې له ښکېلو لوریو د جګړې د بندېدو او دایمي اوربند غوښتنه کوي."

د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

حکومت او طالبانو دواړو د دې قضیې د څېړنو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د عاملانو په نیولو او مجازاتو کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي

په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي دي.

د دې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ایکس­پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې خلک د هرڅه تر بایللو وروسته هڅه کوي، چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او خپل کورونه جوړ کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، دوی له خپلو شریکانو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې دي او سېلاب ځپلو ته اضطراري مرستې رسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د روانې میلادي میاشتې په سېلابونو کې ۵۴۰ کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې زیات وي.

طالبانو په کاپیسا کې ۸ ټُنه نفرایټ ډبرې استخراج کړي

ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور
ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور

په کاپیسا کې د طالبانو یوه محلي چارواکي د تېرو اتو میاشتو پر مهال د اته ټُنه نفرایټ (Nephrite) ډبرو د استخراج خبر ورکړ.

د کاپیسا لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست رئیس عنایت الله ابلاغ پرون شنبه رسنیو ته ویلي چې دغه ډبرې به له کاپیسا لومړی ننګرهار او بیا له افغانستانه بهر ولېږل شي.

نفرایټ یو ډول قیمتي ډبره ده چې په غاړګیو، غوږوالیو او نورو ګاڼو دغه راز زینتي لوښو کې کارول کېږي.

څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو سره د افغانستان د کانونو په باب قراردادونه شوي دي.

ځینې کتونکي شکایت لري چې په دغو قراردادونو کې شفافیت نه شته او د کانونو د سپړنې چارې هم معیاري نه دي.

طالب چارواکو د داخلي بېځایه شویو د شمېرو د همغږۍ په هدف غونډه کړې

ارشیف: په کابل کې داخلي بېځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په کابل کې داخلي بېځایه شوې کورنۍ

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو د شمېرو د همغږۍ په هدف د غونډې خبر ورکړ.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه د داخلي بېځایه شویو په ریاست کې شوې وه او پر دې بحث شوی چې ملي او نړیوالو بنسټونو ته د داخلي بېځایه شویو واحدې شمېرې وړاندې شي.

په غونډه کې د داخلي بېځایه شویو د ستونزو اوارول، د دوی مرسته او د دوی د شمېرو برابرول مهم ګڼل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې، د دغو مسایلو په باب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت یا یوناما سره هم غونډه وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر درې میلیونه او دوه نیم لکه دی او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.

طالبان: د فاریاب په کوهستان کې سېلابونو ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په فاریاب کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په فاریاب کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو چارواکو تایید کړې چې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۴کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا سېلابونه تازه د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش ښار کې راوتلي دي.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي نن په فاریاب کې د سېلونو له امله د مرګ‌ژوبلو شمېرې خپرې کړي دي.

فاریاب د افغانستان له هغو ولایتونو چې سېلونو پکې تېر یوه میاشت کې ډېر ورانی کړی او لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله رسولې ده.

اخوا د هوا پېژندنې ادارې بیا هم په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د کندهار یوه فابریکه کې اور لګېدنه؛ چارواکي: انساني تلفات نه لري

ارشیف
ارشیف

د راپورونو له مخې نن د کندهار په یوه فابریکه کې اور ولګېد چې د چارواکو په وینا انساني تلفات نه لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د نل‌لیکو د جوړولو په یوه فابریکه کې د برښنا د شارټي په نتیجه کې وشوه.

په بیان کې راغلي چې د اور وژنې ځواک دا اور مړ کړی، خو په پېښه کې مالي زیانونه اوښتي دي.

په افغانستان کې عموماً د برښنا د شارټۍ او د خوندیتوب د اصولو د نه رعایت له کبله وخت ناوخت اور پېښې رامنځته کېږي.

ویسټ: ترکي چارواکو سره مې د امنیتي مسایلو او افغانانو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، انقرې ته د تېرو دوو ورځو سفر پرمهال یې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې له مشر سره په کتنه کې یې د امنیتي مسایلو او د افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

ښاغلي ویسټ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې له سیرکان کایالر سره یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د هڅو د همغږۍ، د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلونو له زیانمنو خلکو سره د مرستو او د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ پر مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ویسټ همداراز لیکلي دي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان د کلتوري ساتنې، بېړنیو مرستو او له روزنیزو پروژو څخه د ترکیې د ملاتړ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي ویسټ له دې مخکې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړوند د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړې وې.

ایران:له افغانستان څخه مو سږکال ۳۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي

کمال خان بند - ارشیف
کمال خان بند - ارشیف

ایران وایي، سږکال یې له افغانستان څخه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون ایراني رسنیو ته وویل چې د افغان لورې د ژمنو له مخې هیله من دی چې د کال تر پایه به ایران خپله برخه ټولې اوبه ترلاسه کړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ظاهر شاه د پاچاهۍ په وروستي کال د اوبو تړون شوی و چې له مخې یې کابل ژمنه کړې ده چې هرکال به ایران ته اته سوه شل میلیونه متره مکعب اوبه ورکوي، خو په دې تړون کې دا هم ویل شوې دي چې د وچکالۍ په کلونو کې افغان لوری دا ژمنه نه شي پوره کولی.

کاظمي قُمي ویلي دي چې پروسږکال د کمال خان بند د دروازو ترمیم او سیستان ته د اوبو د پرېښودلو په پایله کې ایران ته سږکال تر اوسه درې سوه میلیونه متره مکعبه اوبه رسیدلي دي.

سوداګرۍ خونه: له یوې میاشتې راهیسې افغانستان ته د الوتکو تېل نه دي وارد شوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی چې یوه میاشت کېږي، د ځینو ستونزو له کبله دغه هېواد ته د الوتکو تېل یا (T1) نه دي وارد شوي.

د افغانستان ځینو رسنیو پرون جمعه د دغې خونې د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې ترکمنستان ته د دغو تېلو پیسې هم تادیه شوي، خو بیا هم دغه هېواد افغانستان ته د الوتکو د اړتیا وړ دغه تېل نه دي صادر کړي.

افغانستان د الوتکو اړتیا وړ تېل له ترکمنستان او نورو ګاونډیو هېوادونو واردوي چې کله ناکله په کې ځنډ او خنډ راځي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي دغه ستونزه ارزوي او د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې دا موضوع وڅېړي.

دغه وزارت په دې باب څرګندونې نه دي کړي.

طالبانو د دوحې غونډې په اړه قطري پلاوي ته خپل شرطونه په ډاګه کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي - ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي - ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، دوی د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د دوحې د درېمیې غونډې په اړه خپل شرطونه په ډاګه کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي پرون کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوع خبرې وکړې.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنج شنبې په ورځ د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په را روانه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دویمه غونډه د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو له حضور پرته ترسره شوه.

ازبکستاني متخصصانو د پنجشېر د کانونو د استخراج سروې پيل کړه

د پنجشېر ولایت یوه څنډه
د پنجشېر ولایت یوه څنډه

د طالبانو چارواکي وایي، په پنجشېر کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو د استخراج لپاره د ازبکستان د متخصصانو یوې ډله د پریانو په ولسوالي کې سروې کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پرون خبر ورکړ چې د ازبکستان د متخصصانو ډله د افغانستان د جیولوجیکي سروې د انجنیرانو او د منرالونو د پېژندونکو له ټیم سره پنجشېر ته تللې وه.

له نژدې درېیو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی، له یوشمېر چینایي او نورو شرکتونو سره یې د کانونو په برخه کې د میلیارډونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړې دي .

دا په داسې حال کې چې حکومت یې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG