د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د الياس داعي د وژل کېدو دويم تلين؛ لا يې هم قاتلين نه‌دي موندل شوي


هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي
هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي

د نومبر ۱۲مه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو له دوهم تلین سره برابره ده.

دوه کاله وړاندي په دغه ورځ د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې د الیاس داعي د قضیې د څېړلو په برخه کې دې خپله ژمنه پوره کړي.

د داعي تر وژل کېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې د تحقیقاتو ژمنه کړې وه.

دا په داسي حال کې ده چې د پخواني حکومت امنیتي چارواکو د داعي د وژل کېدو په پېښه کې د لاس لرو په تور یو مشکوک کس نیولی و چې ویل کېده د طالبانو ملګری دی.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
XS
SM
MD
LG