د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

نړیوال بنسټونه: د افغان خبریالانو په وژنه کې ښکېل کسان نه دي نیول شوي


ارشیف: د ازادي راډیو پخواني خبریالان سباوون کاکړ او عبدالله حنانزی چې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه په کابل کې د یوې چاودنې له امله وژل شوي وو.
ارشیف: د ازادي راډیو پخواني خبریالان سباوون کاکړ او عبدالله حنانزی چې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه په کابل کې د یوې چاودنې له امله وژل شوي وو.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د خبریالانو د وژنې په قضیو کې ښکېل کسان په کې نه دي نیول شوي.

د خبریالانو په وړاندې د شویو جنایتونو د معافیت ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په تازه موندنو کې ویلي، افغانستان له سومالیا، سوریې او جنوبي سوډان وروسته څلورم هېواد دی چې د خبریالانو د وژنې ډېرې قضیې په کې نه دي څېړل شوي او د دې پېښو عاملان لا هم ازاد ګرځي.

یادې کمېټې چې د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۲ کال د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې څېړنې کړي، وايي په دې موده کې د ۱۷ افغان خبریالانو د وژنې عاملان نه دي نیول شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي چې جګړه، سیاسي بې ثباتۍ او د قانون د حاکمېت کمزورتیا لامل شوي چې د خبریالانو د وژنې په قضیو کې ښکېل کسان ونه نیول شي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د څېړنو او ارزونې څانګې مشر عبدالقدیم ویاړ په افغانستان کې د خبریالانو په وژنو کې د ښکېلو کسانو د نه نیولو عوامل داسې په ګوته کوي: "مهم عوامل یې دا و چې په لویو امنیتي پېښو کې ځینې خبریالانو وژل شول او داسې یوه مشخص ادرس نه و چې هغه تعقیب او پوښتنه ترې وشي، که په هدفمنده توګه هم خبریالان وژل شوي وي، دا کار د ځینو وسله والو ډلو لخوا شوی چې هغو ته حکومت لاسرسی نه درلوده."

ښاغلي ویاړ وايي، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې حکومتونو هم د دې قضیو د څېړلو او په پېښو کې د ښکېلو کسانو د نیولو کلک هوډ نه درلود.

ارشیف: په هلمند کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال د ۲۰۲۰کال کې د یوې چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړ.
ارشیف: په هلمند کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال د ۲۰۲۰کال کې د یوې چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړ.

افغان خبریالان وايي، که د خبریالانو د وژنې قضيې په ښه ډول ونه څېړل شي او عاملان یې ونه نیول شي، د دې ډول پېښو دوام ته لاره برابرېږي.

خبریال منصور نېکمل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما له انده که د خبریالانو د وژنې قضيې و نه څېړل شي، نورې ډلې دا فرصت مومي چې خبریالان وګواښي یا تاوتریخوالی ورسره وکړي."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی هم د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له ۲۰۰۱ کال را پدېخوا تر دې دمه ۱۵۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.

ارشیف: د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۵مه د ژوندۍ خپرونې پرمهال کابل کې د بم چاودنې له امله ووژل شو.
ارشیف: د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۵مه د ژوندۍ خپرونې پرمهال کابل کې د بم چاودنې له امله ووژل شو.

نی همدراز ویلي چې اوس هم خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ دي او په ځلونو ګواښل شوي دي.

نی له ملګرو ملتونو او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر اوسه د خبریالانو د ځورولو ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

یوناما ویلي، رسنۍ په افغانستان کې په خطر کې دي او غوښتنه یې کړې ده چې ټول باید د هغه جرمونو د معافیت په ختمولو کې مرسته وکړي چې د خبریالانو په حق کې کېږي.

د طالبانو حکومت ويندويانو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د وژل شویو خبریالانو د قضیو د څېړلو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې او د مخنیوي غوښتنې یې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان خبریالان وايي، ورځ تر بلې یې په افغانستان د کار ساحه تنګېږي او ستونزې یې ډېرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG