د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

هرو۲میاشتو کې د ۳ خبریالانو وژنه؛ نی: افغانستان کې د رسنیو وضعیت د زغم وړ نه دی


ارشیف، د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش
ارشیف، د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړه اداره 'نی' وایي، په دې هېواد کې د روانو ناامنیو په ترڅ کې په هرو دوو میاشتو کې درې خبریالان وژل کېږي چې دا وضعیت د نه زغم وړ بولي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر تېر ماښام (چهارشنبه-د غويي ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا وضعیت له یوه کال راهیسې دوام لري او باید مخه یې ونیول شي.

ښاغلي خلوتګر له افغان حکومته وغوښتل چې د خبریالانو خوندیتوب په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي او د هغو د امنیت لپاره یوه ګډه امنیتي پالیسي له رسنیو سره شریکه کړي.

حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

نوموړي وویل: "له دولته غواړو چې یوه امنیتي پالیسي جوړه کړي چې له مخې یې هره رسنۍ د هغه سره په همغږۍ خپل امنیتي تدابیر ونیسي او له دولت سره مخصوصاً د امنیتي ادارو سره په همغږي ډول کار وکړي."

سره له دې چې نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او خبریالانو د خوندیتوب سازمانونو په وار- وار په دې هېواد کې پر رسنیزو فعالیتونو او کار کوونکو بریدونه په کلکه غندلي او له وسله والو یې غوښتي چې د بې طرفه بنسټونو په توګه د خبریالانو په نښه کولو ډډه وکړي او هغوی پرېږدي چې خپل فعالیت په ډاډمنه فضا کې ترسره کړي.

ښاغلی خلوتګر وايي خبریالانو سره دا روان وضعیت له یوه کال راهیسې دوام لري
ښاغلی خلوتګر وايي خبریالانو سره دا روان وضعیت له یوه کال راهیسې دوام لري

د بشري حقونو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو سازمانونو پرون چهارشنبه (د غويي ۲۹مه) په یوې ګډې اعلامیې کې پر نړیوالو او هغو کسانو چې د افغانستان په سولې کې ښکېل دي غږ کړی چې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

خو طالبانو د روانې مې میاشتې په سر کې یو شمېر رسنیو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د حکومت له پلویتوبه دې ډډه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی و چې که د رسنیو له لوري د ده په وینا د ناسمو خبرونو خپرېدل ادامه پیدا کړي، مسوولیت به یې بیا د دوی د مسوولینو او کارکوونکو پر غاړه وي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې 'نی' تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خبریالانو په وژنو تورن طالبان دې نړیوالو محاکمو ته معرفي شي او هم یې د افغانستان د سولې له بهیره د هغو طالبانو د لېرې کېدو اقدام وکړي چې په یو ډول د خبریالانو په وژنو کې ښکېل دي.

ښاغلي خلوتګر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خبریالانو په وژنو تورن طالبان دې نړیوالو محاکمو ته معرفي شي
ښاغلي خلوتګر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خبریالانو په وژنو تورن طالبان دې نړیوالو محاکمو ته معرفي شي

مجیب خلوتګر وویل: "له نړیوالو غواړو هغه کسان چې په سوله کې دخیل دي پر طالبانو فشار راوړي او هغه طالبان چې د خبریالانو په وژنو کې ښکېل دي نړیوالو محاکمو ته معرفي کړي او هغه طالبان چې یو ډول د افغانستان په سوله کې ښکېل دي او تورن دي د خبریالانو په وژنه کې، باید د سولي له نوملړ څخه لېرې شي."

تېرکال په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي ووژل شول. سږکال تراوسه څلورخبریالان د امنیتي پېښو پرمهال وژل شوي دي.

په دوه زره شلم کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره دوهم مرګونی هېواد وبلل شو .

XS
SM
MD
LG