د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو تلین؛ د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه کم شوي؟


له نننه پوره درې کاله وړاندې په کابل کې د ازادي راډیو د‌ ۳ خبریالانو په ګډون ۹ خبریالان په یوه برید کې ووژل شول.
له نننه پوره درې کاله وړاندې په کابل کې د ازادي راډیو د‌ ۳ خبریالانو په ګډون ۹ خبریالان په یوه برید کې ووژل شول.

له نننه درې کاله وړاندې يعنې د غويي په لسمه د رسنیو لپاره یوه توره ورځ وه. د ۱۳۹۷ کال په همدې ورځ د کابل په شش درک سیمه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چاودنه کې ۹ خبریالان ووژل شول.

پېښه هغه مهال وشوه چې خبریالان د یوه ځانمرګي برید د خبري پوښښ په موخه سیمې ته ولاړل، خو ناخبره له دې چې د بلې حملې هدف دوی وو.

په دې پېښه کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان هم ووژل شول.

عبدالله حنانزی، سباوون کاکړ او محرم دُرانۍ د ازادي راډیو هغه درې خبریالان وو چې د دې پېښې قرباني شول.

اوس چې له دې پېښې درې کاله تېرېږي:

  • ایا د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوم بدلون راغلی؟
  • ایا د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه کم شوي؟

په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال حامد مایار وايي، که څه هم د غویي د لسمې پېښې ټول خبریالان ودردول، خو بیا هم د خبریالانو پر وړاندې کړکېچن وضعیت ښه شوی نه دی.

هغه وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، حالت به نور هم خراب شي: " دې وروستیو کې هدفي وژنو د خبریالانو او رسنیو په روحیه د مایوسۍ یوه توره څپه خپره کړې ده، دا ټول داسې مهال دي چې له یوې خوا بهرنیان له افغانستانه وځي او له بلې خوا د اوس او راتلونکي په اړه تشویشونه زیات دي، زه د یوه خبریال په توګه وایم که بهرني ځواکونه ووځي او سیاسي تفاهم رامنځته نه شي نو د شلو کلونو لاسته راوړنې به سخت زیان وویني."

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کابل په شش درک سیمه کې پر خبریالانو شوی ځانمرګی برید
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کابل په شش درک سیمه کې پر خبریالانو شوی ځانمرګی برید

بل‌خوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه اوسنی وضعیت د خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ بولي.

د دې کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مشر صدیق الله توحیدي وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال وروستۍ دوه میاشتې او د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړیو څو میاشتو کې یو شمېر خبریالان د هدفي وژنو قرباني شوي.

ښاغلي توحیدي هم ازادي راډيو سره خبرو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د وضعیت خرابېدو ته اندېښمن دی.

نوموړي زیاته کړه: "د دې احتمال شته چې زموږ ځیني همکاران په ښکاره یا هم په پټه هدف وګرځول شي، زموږ ځیني همکاران که بهرنیو هېوادونو ته وتښتي او ځيني شخصي کاروبار پیل کړي په ټوله کې د بیان ازادي سخته ضربه ویني."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مشر صدیق الله توحیدي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مشر صدیق الله توحیدي

ښاغلی توحیدي وايي، امنیتي او قضايي بنسټونو یوازې د خبریالانو د قاتلانو د نیول کېدو خبره کوي، خو دا چې دوسیې یې کوم ځای ته رسېدلي؟ د خبریالانو ملاتړې بنسټونه ترې بې خبره پاتې دي.

خو د افغانستان لويه څارنوالي بیا وايي، د خبریالانو دوسیو ته په جدي ډول رسېدنه کېږي.

د دې ادارې ویاند جمشید رسولي وايي، د شش درک سیمه کې د ۹ وژل شوېو خبریالانو چې هغې کې درې د ازادي راډيو خبریالان وو، په تړاو یې ۵ کسه نیول شوي چې درې یې په اعدام او ۲ نور یې په لسو او ۱۴ کلونو بند محکوم شول.

ښاغلی رسولي همدا راز په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د هغو ۲۷ دوسیو د څېړنې خبره کوي چې د خبریالانو د وهلو او تاوتریخوالي په نوم ثبت شوې وې.

د افغانستان لويه څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان لويه څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

له بلې خوا په افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ 'نی' ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، افغانستان اوس هم د خبریالانو لپاره خوندي ځای نه دی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به حالت نور هم خراب شي.

خلوتګر زیاتوي: "د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د طالبانو قدرت ته راتګ، موږ ته دا راښيي چې وضعیت به له دې نور هم خراب شي او خبریالان به د تاوتریخوالي ترڅنګ د مرګ تر کچې وګواښل شي، افغانستان د خبریالانو لپاره ډېر بد ځای کیدای شي او د دې کار تضمین هم نشته چې ونه شي."

د نی د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۳۰ د تاوتریخوالي پېښې د خبریالانو پر وړاندې ثبت شوي دي.

په دې کال کې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي په ګډون ۱۱ خبریالان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG