د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د طلوع‌نیوز ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو امر نعمت روان ووژل شو


د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو اوسنی امر نعمت روان
د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو اوسنی امر نعمت روان

د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو اوسنی امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان د رسنیو د مرکز رئیس دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تأکید کړه او دا یې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴مه ناحیه کې د دوو موټرسایکل سپرو له‌خوا په ډزو ووژل شو، جسد یې اوس د کندهار په روغتون کې دی."

د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال
د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي هم ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړ: "نن سهار لس نیمې بجې د کندهار د ۱۴مې امنیتي حوزې د حکمت پمپ شاته سیمه کې نعمت روان چې مخکې د طلوع ټلوېزیون خبریال و او اوس‌یې په مالیې وزارت کې دنده درلوده، د وسله‌والو ترهګرو له‌خوا ترور شو."

د ښاغلي بارکزي په وینا حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیس‌یې د نیولو په لټه کې دي.

نعمت روان تازه د مالیې وزارت د رسنیو د امر په توګه ګمارل شوی و او د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېره ورځ کندهار ته د خپلو تعلیمي او تحصیلي اسنادو د جوړولو په خاطر تللی و.

نوموړي تر دې دندې دمخه درې کاله له طلوع‌نیوز سره د خبریال په توګه دنده درلوده. دی کور ته په رخصتۍ تللی و چې وویشتل شو.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د نعمت روان په وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې او د هغه وژل کېدل‌یې د مطبوعاتو د کورنۍ لپاره لویه ضایع بللې.

د نعمت روان مړی
د نعمت روان مړی

په جنوب کې د ازادو ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې یا نی مسؤل عبدالسمېع غیرتمل ازادي رادیو ته وویل: "دا زموږ په رسنیز ډګر کې یوه لویه ضایع ده، د ده شهادت به پر رسنیو کاملاً اغېز وکړي او په سیمه کې به د فساد او مافیايي کړیو خپل‌سري لا زیاته شي."

نعمت روان اصلي د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسېدونکی و، خو د تېرو ۱۰ کلونو راهیسې یې کورنۍ په کندهار کې اوسېده.

هغه په کندهار کې د هېواد راډیو ټلوېزیون، الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره کار کړی و.

تر اوسه د افغان خبریال نعمت روان د وژل کېدو مسؤلیت چا نه‌دی منلی، طالبانو د ښاغلي روان په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

تر دې مخکې په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي او دغه‌راز په غزني، غور ، ننګرهار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په پرله‌پسې توګه افغان خبریالان په نښه شوي چې د وژل کېدو مسؤلیت‌یې تر اوسه هم چا نه‌دی منلی.

د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي او د طلوع‌نیوز بل پخوانی وژل شوی ویاند یما سیاووش
د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي او د طلوع‌نیوز بل پخوانی وژل شوی ویاند یما سیاووش

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د ټویټر له لارې خبرداری ورکړی وو چې خبریالان که په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي، جدي چلند به ورسره وشي.

تر دې څو ساعته وروسته ملګرو ملتونو، د امریکا او بریتانیا سفارتونو او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو دا ګواښ سخت وغانده.

XS
SM
MD
LG