د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د نی نظر پوښتنه: اوس ترهګر خبریالان په انتخابي توګه هدف ګرځوي


آرشیف
آرشیف

‎د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی یوه تازه نظر پوښتنه ښیي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری خبریالان هدفي وژنې د خپلو اندېښنو اصلي لامل ګڼي.

‎‎نی، د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي او حکومت د وژونکو د نیولو په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي.

‎د دغه دفتر مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال غويي ۱۴» د 'مطبوعاتو د نړیوالې ورځې' په مناسبت په یوه ناسته کې د خبریالانو د اندېښنو په تړاو د یوې نظر پوښتنې په شریکولو سره وویل چې ترهګر خبریالان په انتخابي توګه هدف ګرځوي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي: "موږ مخکې شاهدان و چې خبریالان به د ماین چاودنې، بمونو او یا هم د جګړو پر مهال وژل کېدل، خو له تېرو اوو میاشتو راپدېخوا موږ شاهدان یو چې خبریالان مو د (وژلو لپاره) غوره کېږي، د هغوی د ژوند اخیستلو لپاره پلانونه جوړېږي او هدف ګرځول کېږي دغو حملو ته هدفي حملې ویل کېږي."

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی مشر مجیب خلوتګر

‎ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، کومه نظر پوښتنه چې دوی کړې، د رسنیو له ۳۵۰ تنو کارکوونکو سره د دوی د فیزیکي خوندیتوب او دندو د امنیت په اړه مرکې شوې دي.

‎د نوموړي په خبره، د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ، د رسنیو ‌‌‌‌‌‌ډېری کارکوونکي په ځانګړې توګه خبریالان د ځان او کورنیو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

‎د راپور لیکونکو زیاته کړې چې هدفي وژنې، په ښځینه خبریالانو بریدونه، ډله‌ییز بریدونه او د سولې په خبرو اترو کې د بیان د ازادۍ په پام کې نه‌نیول، د تاوتریخوالي زیاتېدل او د وژل شويو خبریالانو کورنیو ته د حکومت نه‌پاملرنه د خبریالانو جدي اندېښنې دي.

‎خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د خبریالانو د ستونزو د حل په هدف د دوی د امنیتي اندېښنو او د خبریالانو د شکایتونو د څېړلو لپاره د دغه وزارت په چوکاټ کې یوه کمېټه جوړه شوې ده.

‎د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وايي چې تر دې دمه د خبریالانو د وژنې د عاملینو د نیولو لپاره اقدامات ترسره شوي دي.

ښاغلی ضیا وايي: ‎"د خبریالانو ټولې قضیې د پولیسو له‌خوا په جدي ډول څېړل شوې دي. د خبریالانو د هدفي وژنو یو شمېر عاملین د پولیسو له‌خوا نیول شوي او یو شمېر نور چې نه‌دي نیول شوي، د پولیسو تر جدي تعقیب لاندې دي."

‎د نی د مسؤلینو په وینا ، له ۱۳۸۰ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

‎د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، د طلوع‌نیوز ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاووش، د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ویانده ملاله میوند او یو شمېر نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دې وروستیو میاشتو کې په هدفي توګه په نښه شوي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ویاندې ملاله میوند کورنۍ چې د سې شنبې په ورځ د (نی) په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، حکومت د ملالې د وژونکو د نیولو خبره کړې، خو تر اوسه دوی دغه نیول شوي کسان نه‌دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG