د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د بې‌پولې خبریالانو سازمان افغانستان یو ځل بیا د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد وباله


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر خبریالان
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر خبریالان

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په خپل یو تازه راپور کې افغانستان یو ځل بیا د خبریالانو لپاره په نړۍ کې مرګونی هېواد بللی.

دغه راپور چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۳۱» خپور شوی افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۲م هېواد دی چې د خبریالانو لپاره په‌کې ګواښ ډېر دی.

دا هېواد تېر کال هم د خبریالانو لپاره د مرګوني هېوادونو په کتار کې په همدې نمبر راغلی وو.

دغه سازمان هر کال په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو وضعیت په اړه معلومات، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ستونزې او ننګونې د یو راپور په ترڅ کې خپروي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې، نی چارواکي بیا د بې‌پولې خبریالانو سازمان خپور شوي راپور ته په اشاره سره په دې هېواد کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د رسنیو او د بیان ازادۍ وضعیت ورځ تر بله خرابېږي، تاوتریخوالي ورځ تر بله ډېرېږي، اطلاعاتو ته لاسرسی ورځ تر بله محدودېږي، همداراز د رسنیو مالي او اقتصادي ستونزې هم په ډېرېدو دي چې همدا دلیلونه د دې باعث شوي چې ځینو رسنیو خپل فعالیت درولی او ځیني خبریالانو خپلې دندې پرېښي."

د نی مشر مجیب خلوتګر
د نی مشر مجیب خلوتګر

د ښاغلي خلوتګر په خبره، د افغانستان په سیاسي پروسو کې د رسنیو کمرنګه ونډه بله جدي اندېښنه ده.

یو شمېر خبریالان هم د افغانستان روان حالت د خبریالانو لپاره اندېښمنوونکی بولي.

افغان خبریال ذبیح‌الله جهان‌مل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د خبریال لپاره افغانستان خوندي نه‌دی او دا حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

ښاغلی جهان‌مل زیاتوي: "د خبریالانو وضعیت ورځ تر بله په افغانستان کې خرابېږي، ان تر دې چې د اطلاع‌رسونې فضا ورته محدوده شوې ده، په دې برخه کې له بده مرغه نړېوالې ټولنې هم خپل مسؤلیت نه‌دی ادا کړی."

بله افغان خبریاله لېمه هوتک بیا د تاوتریخوالي ترڅنګ اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی او کاري خوندیتوب د ځان پر وړاندې جدي ستونزې یادوي.

اغلې هوتک وايي: "په وروستیو کې د خبریالانو لپاره د کار زمینه کمه شوې ده، د امنیت په برخه کې له بده مرغه حکومت او نور اړوند بنسټونو کوټلي ګامونه نه‌دي پورته کړي، موږ د دې شاهدان یو چې په تېرو څو میاشتو کې ځیني خبریالان ترور شول او ځیني د چسپکي ماینونو له امله ووژل شول."

هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي موټر چې په‌کې چسپکي ماین نښلول شوی و او د چاودنې له امله‌یې ووژل شو.
هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي موټر چې په‌کې چسپکي ماین نښلول شوی و او د چاودنې له امله‌یې ووژل شو.

دې ټولو اندېښنو ته بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خبریالانو او د ټولنې د نورو وګړو خوندي ساتل ورته لومړیتوب لري.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د معلوماتو له مخې سره له دې چې کرونا ویروس هم یو شمېر خبریالان ووژل، خو په ۲۰۲۰ کال کې ۶ او د روان میلادي کال له پیله ۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هدفي بریدونو کې ووژل شول چې په وژل شویو کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG