د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د وژل شوي خبریال نعمت روان د فاتحې ټغر هم ټول شو خو د وژونکو څرک یې ونه لګېد


وژل شوی خبریال نعمت روان
وژل شوی خبریال نعمت روان

په کابل کې د وژل شوي خبریال نعمت روان د فاتحې مراسم ترسره شول، د افغانستان د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر او د طلوع نیوز پخوانی ویاند نعمت روان د تېرې پنجشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د روان فاتحه نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) په کابل کې د ده کورنۍ له خوا په داسې حال کې واخېستل شوه چې د افغانستان د کورنیو چار وزارت وايي، په پېښه کې پرمختګ نه دی شوی، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي.

د دې وزات ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، تخنیکي ټیمونه د دې قضیې د څرنګوالي او د وژونکو د نیول لپاره کار کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) مشر مجیب خلوتګر وايي، د روان قضیه پیچلي ده او باید سمه وڅېړل شي: "د ارواښاد روان د شهادت په اړه تراوسه هېڅ دولتي بنسټ سمه معلومات نه شریکوي او زه ډاډه یم چې معلومات نه لري، دغه پېښه ډېره پيچلې ده."

ښاغلی خلوتګر وايي، روان وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

نعمت روان، پخوا له طلوع نیوز سره د خبرونو د ویاند او د سیاسي بحثونو د کوربه په توګه دنده پرمخ وړه او تازه مالیې وزارت کې د رسنیو او عامه اړیکو امر ټاکل شوی و.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) مشر مجیب خلوتګر

ښاغلي روان له دې وړاندې کندهار کې له یوه ځایي ټلوېزیون او تر څنګ یې له الجزیرې خبري شبکې سره هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړي له خپل مرګ څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه خپل یو عکس سره لیکلي وو: "څو روژې پر کندهار ".

نعمت روان واده کړی و او یو ۳ کلن زوی لري. نوموړی د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی و.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نۍ) د معلوماتو له مخې د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال وروستیو میاشتو او د ۲۰۲۱ کال له لومړیو څو میاشتو کې په افغانستان ۱۶ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG