د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ار ايس ايف سازمان: "اى سي سي" دې د افغان خبریالانو د وژنې قضیې وڅېړي


د عکس ښي لور ته د ازادي راډیو وژل شوى خبریال محمد الیاس داعي او چپ لور ته وژل شوى د طلوع نیوز پخوانى وياند يما سياوش. دوى دواړه څو میاشتې وړاندې په بمي چاودنو کې ووژل شول.
د عکس ښي لور ته د ازادي راډیو وژل شوى خبریال محمد الیاس داعي او چپ لور ته وژل شوى د طلوع نیوز پخوانى وياند يما سياوش. دوى دواړه څو میاشتې وړاندې په بمي چاودنو کې ووژل شول.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل تازه ټویټ کې له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په اړه په خپلو څېړنو کې د خبریالانو پر وړاندې جنایت ته هم ځای ورکړي.

د بې پولې خبریالاانو سازمان له خبریالانو د یوناما د وروستي ملاتړه د هرکلي ترڅنګ له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، چې په افغانستان کې د خبریلانو د وژنې قضیې وڅېړي.

د جنګي جرمونو نړیوالې جزايي محکمې مرکز د هالند په هاګ ښار کې دی، دغه بنسټ د لویو حقوقي مسایلو ترڅنګ په هغو هېوادونو تمرکز کوي، چې جنګي جرمونه په کې ترسره شوي وي.

په دغه سازمان کې د افغانستان او ایران د څانکې مسوول رضا معیني ازادي راډيو ته وویل، په وروستیو دوو کلونو او په خانګړې ډول له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته د خبریالاناو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

هغه زياتوي: "دا نړیوالې محکمې ته د تحقیق او څېړنې د پيل په اړه د بې پولې خبریالانو د شکایت د اعلان پيل دی، په دې شرایطو کې د خبریالانو مرګ او د خبریالانو هدفي وژنې جنګي جنایت دی او دا د نړیوالې محکمې صلاحیت دی."

د نړيوالې جزایي محکمې مرکزي دفتر
د نړيوالې جزایي محکمې مرکزي دفتر

د بې پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو د قضیو په اړه داسې مهال له نړیوالې جزايي محکمې د تعقیب غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونامان په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په وروستیو درې کلونو کې په افغانستان کې ۳۳ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي، چې شپږ تنه یې په دې وروستیو څلور میاشتو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې ډېری خبریالانو د ځانونو په سانسورولو لاس پورې کړی یا یې هم کور او هېواد پرېښی دی.

په کور د ننه هم د خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونه د خبریالانو د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي، چې دوی په بیا بیا له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د خبریالانو د هدفي وژنو مخه دې ونیسي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسوول صدیق الله توحیدي: "دا امر له نړیوال اقدام سره تړلی، چې مقابل اړخ مجبور شي، دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي، زموږ باور دا دی که د خبریالانو وژنه همداسې دوام وکړي، د بیان ازادي او ازادې رسنۍ چې د افغانستان د وروستیو دوو لسیزو لویه لاس ته راوړنه ده، له لاسه به ووځي."

صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي

د بې پولې خبریالانو سازمان د یوناما د راپور په حواله، ډېر ځله د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د وژنې عاملین طالبان او د اسلامي دولت ډله داعش بولي هغه ادعا چې تر دې مخکې د طالبانو له خوا په وار وار رد شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د هدفي وژنو د عاملینو په اړه دوی خپلې پلټنې پیل کړي او په یوه مناسب وخت کې به یې له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې دغه وزارت له کورنیو چارو وزارت سره د همکاریو د تماس ډله جوړه کړې، ترڅو د خبریالانو امنیتي ستونزې هوارې کړي.

د دغه وزارت مرستیال مرستیال شېوا شرق ازادي راډیو ته وویل، چې له دې لارې دوی د خبریالانو لسګونې امنیتي قضیې حل کړې دي.

شرق زياته کړه: "تراوسه د تماس ډلې له لارې لسګونو خبریالانو ته لسکونه د ګواښوانو قضیې هوارې شوي، د دوی ژوند ژغورل شوی، او امن ځایونو ته انتقال شوي دي."

څه موده وړاندې د بې پولې خبریالانو په کلني راپور کې، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د رسنیو د کارکونکو لپاره له مرګونو هېوادو بلل شوی و.

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریالا الیاس داعي، په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی وباند یما سیاووش، په غزني کې ازاد خبریال رحمت الله نیکزاد، په ننګرها کې د انعکاس تلویزون ویانده ملاله میوند او د غور غږ راډیو مسوول بسم الله عادل هغه خبریالان دي، چې په تېرو څلور میاشتو کې وژل شوي دي.

که څه هم افغان دولت ویلي، چې د ځینو دوی د وژنو په تور یې یو شمېر کسان نیولي، خو د ځینو خبریالانو وژونکي لا تراوسه هم نه دي پېژندل شوي.

XS
SM
MD
LG