د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

غزني کې ناامنیو او هدفي وژنو فعالان او مخور تېښتې ته اړ کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په غزني کې ډېری مدني فعالان، قومي مشران او مخور پر دغه ښار د امنیتي کړۍ د راتنګېدو او ناامنیو له امله د غزني پرېښودو ته اړ شوي.

دوی وايي، له دغه ځایه د ناامنیو او هدفي وژنو له امله د مرکز کابل په ګډون د هېواد نورو سیمو ته کوچېدلي.

د غزني یو تن مدني فعال امین الله بهار چې اوس کابل کې دی ازادي راډیو ته وویل، اړ شوی چې خپل ښار پرېږدي او کابل ته لاړ شي، ځکه چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو.

د غزني ښار یوه څنډه او د تاریخي مینار دی چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر اخیستی دی.
د غزني ښار یوه څنډه او د تاریخي مینار دی چې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر اخیستی دی.

بهار وویل: "د ټول غزني ولسونه یې تر یو ډول ذهني فشار لاندې راوستي، په همدې خاطر ډېری مدني فعالان او قومي مخور غزني پرېښی، ځینې یې کابل او ځینې یې نورو ولایتونو ته تللي."

په دغه کسانو کې یو شمېر ښځېنه فعالانې هم شاملې دي.

راضیه هم د غزني ولایت اوسېدونکې مدني فعاله ده او کابل ته تللې ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ هره ورځ د قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او خبریالانو د ترور شاهدان یو، نو په مسوولینو مو غږ دی چې د غزني ولایت په امنیتي برخه کې خپل کوټلي ګامونه پورته کړي او ډېره هڅه دې وکړي، ځکه دلته د ټولو مېشتو خلکو ژوند له سخت خطر سره مخ دی."

ضیا الله امیري په غزني کې د منار فرهنګي ټولنې غړی دی، وايي، د دولت نه پاملرنه او بې پروايي دی هم اړ کړی چې غزني پرېږدي او ولاړ شي.

امیري زیاته کړه: "یو یو مجبور دی چې یا به خپلې سیمې پرېږدي او یا به یو یو په تدریجي ډول وژل کېږي، دلته دوه خبرې دي، یا دولت نه غواړي چې د دغه ډول پېښو مخنیوی وکړي او یا هم پاتې راغلی، حالات په واقعیت کې د اندېښنې وړ دي."

هاخوا د غزني ولایتي شورا هم مني چې په رښتیا هم خلک اړ شوي چې غزني پرېږدي او لاړ شي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني

د دغه شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل، سیمه ییزه اداره په دې نه ده توانیدلې چې غزني کې د هدفي وژنو او ترورونو مخنیوی وکړي، پر ښار امنیتي کړۍ راتنګه شوې نو خلک اړ شوي او کوچېدلي دي.

کامراني زیاته کړه: "باید هم وکوچېږي، ځکه غزني کې ناامني ډېره ده، د هغوی لپاره غزني د اوسېدو ځای نه دی، د غزني اداره په دې نه ده توانیدلې چې امنیت ورته راولي."

خو د غزني سیمه ییز چارواکي بیا په دغه ولایت کې امنیت د ډاډ وړ بولي.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، د ګوتو په شمېر یو څو کسانو په خلکو کې وېره خپره کړې او تللي دي، نور خیر خیریت دی.

جمعه زاده زیاته کړه: "هېڅ ډول ستونزه غزني نشته، زموږ امنیتي ځواکونه غښتلي شوي، ډېری هغه کسان چې غوښتل یې غزني کې ناورینونه رامنځته کړي، زموږ علماء، ځوانان او سپین ږیري ترور کړي، د هغوی مخه نیول شوې، په لسګونه تنه نور نیول شوي، نور به هم هڅه وکړو چې همدغه کمه کمه ناامني هم ورکه کړو او دلته یوه ډاډمنه او له امنیته ډکه فضا رامنځ ته کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني په مرکز کې له تېرو ۱۲ کلونو څخه د هدفي بریدونو لړۍ روانه ده چې په دا وروستیو کې یې یو ځل بیا زور نیولی دی.

دغه بریدونو کې د امنیتي سرتیرو ترڅنګ دولتي کار کوونکي، قومي مشران، دیني عالمان، مخور، مدني فعالان او ځوانان په نخښه کېږي.

قومي مشر او ټولنیز فعال حاجي عبدالرازق اندړ د دغې لړۍ وروستی کس و چې د تېرې سې شنبې ورځ ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG