د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه


په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق له نړیوالې ټولنې غواړي چې په طالبانو فشار راوړي څو یو ټولشموله حکومت جوړ او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، که څه هم یو کال کېږي چې طالبانو قدرت په زور نیولی، خو د افغانانو د مدني، بشري او سیاسي حقونو دخوندیتوب په اړه خپل کړو ژمنو کې ناکام دي.

فایق پرون ناوخته د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې د ټولنیزو، بشري او فرهنګي چارو کمېټې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر زیات د اندېښنې وړ دی.

فایق طالبان د خبریالانو، مدني فعالانو، د مخکنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلسرې نیونو، شکنجې او وژنو تورن کړل او زیاته کړه، معتبر راپورونه شته چې د یوه خاص قوم خلک بې له محاکمې د جنګي اسیرانو په توګه وژل کېږي او یا هم په زور کډه کولو ته مجبورېږي.

نوموړي زیاته کړه: "اوسمهال په افغانستان کې 'جنسیتي اپارتاید' روان دی چې نجونې او ښځې یې له خپلو ازادیو او بنسټیزو حقونو څخه محرومه کړي دي. افغان نجونې او ښځې په سیسټماټیک ډول له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو حذفېږي. له یو کال زیات وخت وشو چې د نجونو ثانوي ښوونځي تړل شوي. د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو زورولو د هغوی شخصي او ټولنیز ژوند اغېزمن کړی. په زور د حجاب اغوستو او د محرم لرلو په څېر امرونو د هغوی د سفر او نورو ازادیو مخنیوی کړی او د محدودیتونو دا نوملړ ډېر اوږد دی."

په ملګرو ملتونو د افغانستان سرپرست دایمي استازي په کاج ښوونیز مرکز برید ته په اشارې په هزاره‌ګانو هدفمندو بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا ډول بریدونه ښيي چې طالبان د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا ډول څرګندونې د دوی پر ضد پروپاګند بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه ځینې شریرې کړۍ چې پروپاګند کوي او د زموږ پر ضد کمپاین چلوي. دا خبرې واقعیت نه‌لري، موږ یې ردوو."

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی بیا د ملګرو ملتونو سازمان له غړو غواړي پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي، یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د خلکو امنیت وساتي.

نصیراحمد فایق داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنونکی بولي چې وړمه ورځ د بشري حقونو څار سازمان یوه راپور کې روښانه کړه، هغه درې ښځې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې وې، ورسره تاوتریخوالی او بد چلند شوی دی.

ترڅنګ یې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د پنجشنبې په ورځ له ټولو ښکېلو لوریو یې وغوښتل چې په دې هېواد کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

بینیټ ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو بد وضعیت او بشري بحران دوام لري او پر وړاندې یې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG