د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

فايق: امنيت شورا د افغان مېرمنو پر وضعيت او د بشري حقونو په اړه بحث کوي


يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراضونو پر مهال - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراضونو پر مهال - ارشيف

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې برخه وي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه جوړېږي.

دا غونډه چې د اکټوبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا جوړېږي، بنسټیز موضوعات يې ښځې، سوله او امنیت دی.

افغانستان چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په برخه کې د خبرونو سرټکی وي، د دې غونډې د ګډون‌والو د بحث یوه خورا مهمه موضوع ده.

"دې غونډې ته به د ښځو، امنیت او سولې په اړه د عمومي منشي کلنی راپور وړاندې شي."

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو ته وویل، د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د نجونو او ښځو اوسنی وضعیت وڅېړي او د دوی پر وړاندې به د اوسنیو ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وکړي.

نوموړی وايي: "دې غونډې ته به د ښځو، امنیت او سولې په اړه د عمومي منشي کلنی راپور وړاندې شي. په دې راپور کې به چې په لومړي ځل وړاندې کېږي، عمومي منشي به په خپلو سپارښتنو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د هغو چې د نورو ښځو د حقونو ملاتړي دي، تمرکز وشي."

نصير احمد فايق
نصير احمد فايق

د امنیت شورا دې مهمه غونډه کې، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د دې سازمان د ښځو چارو اجرايوي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د بحثونو اصلي ویناوالې دي.

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، دې درې واړو مېرمنو په ځلونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت جدي اندېښنې ښودلې او ان له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض له امله په طالبانو فشار راولي او بندیزونه پرې ولګوي.

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا داسې مهال د ښځو، سولې او امنیت په اړه ګډه غونډه را غواړي چې په سیمه کې د افغانستان په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو او غوښتنې هم ورځ تر بلې جدي کېږي.

امنيت شورا څه موده مخکې د افغان مېرمنو په تړاو د غونډې جوړېدو خبر ورکړی و.
امنيت شورا څه موده مخکې د افغان مېرمنو په تړاو د غونډې جوړېدو خبر ورکړی و.

تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره "د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې" د پخلاینې د بهیر پر دریځ ټینګار کړی.

ښاغلي شنکر د دوشنبې په ورځ سورات کې یوې غونډې ته وویل: "افغانستان کې غمجنې پېښې کېږي، خو هند دا نه‌شي ټاکلی چې په افغانستان کې څه کېږي، افغانان باید وټاکي چې په افغانستان کې څه کېږي."

د ده له قوله، دا باید افغانان معلومه کړي چې هېواد کې یې څه روان دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان په اړه هغه څه چې د هند حکومت کولای شي دا دي چې په سخت وخت کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو حقونو ته په اشارې د سیاسي ډګر پر ټولو برخو غږ کړی چې د یوه سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د لږکیو په ګډون، د افغانستان د ټولو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG