د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د کليوالو ښځو نړيواله ورځ؛ د افغان مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مل بلل شوی


افغانې کليوالې مېرمنې - ارشيف
افغانې کليوالې مېرمنې - ارشيف

نن د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده او داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د پخوا په څېر د ښځو ژوند له کړاوونو ډک ګڼل کېږي.

د نورستان د مرکز پارون په یوه کلیوالي سیمه کې حمیرا چې ملا یې کلکه تړلې په کرونده یا پټي کې د نارینه وو په څېر درانه کارونه کوي.

هغې ازادۍ راډیو ته وویل، ځینې فزیکي کارونه ورته ډېر ګران تمامېږي.

نوموړې وايي: "دلته ښځې ډېر کارونه کوي، لکه د پټي کارونه، د پټي کارونه ډېر مشکل دي. لکه یوې کول، واښه رېبل او داسې ډېر نور کارونه."

دا په افغانستان کې د ملیونونو ښځو د ژوند یو روڼ انځور دی، چې ډېری یې د ګڼو ستونزو له کبله نالوستې پاتې دي، د لسیزو جګړو یې د ژوند تصویر تت کړی او په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ له سخاوت ډکو مالي مرستو هم د دوی وضعیت زیات بدل نه‌کړ.

"دلته ښځې ډېر کارونه کوي، لکه د پټي کارونه، د پټي کارونه ډېر مشکل دي."

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي، په افغانستان کې څه باندې ۷۰ فیصده خلک خپل عواید د کرنې له لارې برابروي.

په ګڼو کلیوالي سیمو کې ښځې چې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي، د ماشومانو د روزنې تر څنګ له مجبورۍ د نارینه‌و تر څنګ په پټیو یا هم نورو برخو کې درانه کارونه کوي. یا هم د ژوند نورې سختۍ په خاموشۍ سره ګالي.

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند پخوا هم ستونزمن و، اوس هم.

نوموړې وايي: "په لیرو پرتو سیمو کې د افغان ښځو وضعیت که د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې مخکې سره پرتله کړو، په ډېر بد وضعیت کې و. که له هغه وروسته وضعیت سره یې پرتله کړو، له بد څخه بدتر خوا ته تللی دی. له بده مرغه نه یوازې په تېرو شلو کلونو کې یا هم په تېرو ۱۵ میاشتو کې، بلکې تل تر تله د افغانستان د حکومتو او ولسونو تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې ښارونه مو له کلیو او کلي مو له ښارونو سره نه دي وصل شوي."

ظريفه غفاري
ظريفه غفاري

له لسیزو راهیسې ټولنپوهانو یوه ستونزه دا ګڼلې چې د افغانستان کلیوالي سیمې له ښاري هغو سره په ډېر لحاظ توپیرونه لري، د متوازن انکشاف د پلانونو د نه عملي کېدو له کبله، هغه خدمات چې په ښاري سیمو کې وړاندې کېږي، په کلیوالي سیمو کې په هغه اندازه نه وي، ځکه نو د خلکو د ژوند څرنګوالی هم په ډېرو مواردو کې توپیر لري.

که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره ځینې پروژې عملي شوې، خو اغېزې یې اوږدمهاله نه ښکاري.

""د تېرو شلو کلونو هغه لګښتونه چې په افغانستان کې وشول، له بده مرغه چې له کبله یې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو په ژوند کې لازم بدلونونه رانه‌غلل."

د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ همدا خبره کوي.

نوموړې وايي: "د تېرو شلو کلونو هغه لګښتونه چې په افغانستان کې وشول، له بده مرغه چې له کبله یې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو په ژوند کې لازم بدلونونه رانه‌غلل. خصوصاً هغه مېرمنې او نجونې چې په لیرو پرتو سیمو کې اوسېږي، دغو مرستو ته یې ډېر لږ لاسرسی درلود. هغسې چې ښایې لازم اقدام ونه شو، ځینو انجوګانو په خروار پیسې ترلاسه کړې، دغه پیسې حیف و میل هم شوې. زه عمومي نه غږېږم، ځینې انجوګانې وې چې ښايي ښځو ته یې یو څه کارونه کړي وي."

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ۲۲ ملیونه او ۸ لکه کسان په افغانستان کې کافي خواړه نه‌لري او د دوی ۸۰ فیصده یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. پر کلیوالو ښځو یې د دې ستونزې اغېزې هم څېړلې دي.

په افغانستان کې د تېرو څو کلونو وچکالیو، ناامنیو، په کور دننه کرنیزو حاصلاتو ته د مناسبت بازار نشتوالي ګڼ کسان د بې‌وزلۍ له ستونزې سره مخامخ کړي دي.

د بې‌وزلۍ تر ټولو زیاتې اغېزې هم ښځې ګالي چې په عاطفي لحاظ زیانګالې ګڼل کېږي او د چا خبره تل د خپلې خولې مړۍ د کورنۍ له نورو غړو سره شریکوي چې، مثالونه یې خورا زیات دي.

د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې کليوالې مېرمڼې له ستونزو سره سره شاقه کارونه هم کوي. انځور - ارشيف
د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې کليوالې مېرمڼې له ستونزو سره سره شاقه کارونه هم کوي. انځور - ارشيف

د ارزګان اوسېدونکې زینبو له دهراوت ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته په کډې کولو مجبوره شوې، خو لوږې یې لمن نه ده پرېښې.

زينبو وايي: "له دهراوت راغلې یم، نن مې اتمه ده، ډوډۍ مې پر تبخي (تبۍ) نه‌ده غوړولې. که قسم په خدای که یوه کاشوغه غوړي هم په کور کې لرم. دغومره مؤسسې خلاصې شوې قسم په خدای که یوه دانه غنم هم چا راکړی وي."

"له دهراوت راغلې یم، نن مې اتمه ده، ډوډۍ مې پر تبخي (تبۍ) نه‌ده غوړولې."

د عاقلې په نوم د بلې افغان ښځې ځوان زوی وژل شوی او مېړه یې د ګټې وټې نه‌دی، هغه وايي اوس سوالګرۍ ته مجبوره شوې.

اغلې عاقله وايي: "پخوا له ښه و یو څه به پیدا کېدل، خو اوس ډېره خواره شوې یم. مېړه مې ضعیف دی. خلک په کلي کې دېګونه باندې کړي، ما ته هېڅ شی نه راکوي."

د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت لري، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په سیمو کې یو لړ کارونه شوي، خو د دوی ژوند یې په اساسي ډول نه‌دی بدل کړی.

دوی شکایت لري، چې کله طالبانو ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ اندازه هم پراخه شوه.

د دې تر څنګ د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ځینو دودیزو مسایلو او ښځو ته په کمه سترګه د کتلو موضوع هم د کلیوالو ښځو د ژوند د کړاو پېټی زیات کړی دی.

بشیر احمد نادم، چې کلونه- کلونه یې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې، د کلیوالو ښځو د ژوند د نه بدلېدو علتونه بیانوي.

ښاغلی نادم وايي: "یو عمده لامل په ټولنه کې د ښځو په اړه حاکم ذهنیت دی. لا هم ښځې ته د سیال انسان په سترګه نه کتل کېږي. هغه حقونه نه‌دي ورکړل شوي، چې د اسلام دین ورکړي دي. علت دا دی چې په دې اړه له پخوا د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده. نور علتونه هم لري چې کلتوري او دودیز مسایل دي."

افغان خبریال بشیراحمد نادم
افغان خبریال بشیراحمد نادم

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، د هغې معلومات ښيي چې په کلیوالي سیمو کې د ښځو وضعیت په وروستیو کې لا خراب شوی دی.

نوموړې وايي: "د کلیو وضعیت نه یوازې په تېرو لسیزو کې ښه نه و، اوس هغه وضعیت بېخي صفر ته تقرب کړی او بېخي بد حالت کې دی. له اقتصادي ودې نیولې تر صحي او ټولنیز وضعیت پورې. په ټولو برخو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند تر صفر هم منفي خوا ته تللی وي، ځکه موږ په ښارونو کې هم له ستونزو سره مخامخ یو."

ملالۍ نورستانۍ چې له پوهنتون فارغه شوې وايي په‌کار ده په کلیوالو سیمو کې هغو ښځو ته چې د کورنیو مسؤلیتونه ورترغاړې دي، ځینې حرفوي کورسونه برابر شي.

ملالۍ نورستانۍ وايي: "باید دغو ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي، چې وروسته یو مصروفیت ورته پیدا شي تر څو دوی جسماً او روحاً ارام وي."

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو سره د ښځو چارو وزارت منحل او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تشکیل کړ.

طالبانو چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار اجازه نه وه ورکړې، اوس بیا پر افغانستان واکمنان دي، چې یو وار بیا یې پر ښځو ځینې محدودیتونه لګولي دي.

اوس هم د دوی نهی عن المنکر وزارت وخت ناوخت د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو خپل محدودیتونه زیاتوي، هغه څه چې په ملي او نړیواله سطحه یې عکس العملونه پارولي دي.

په کلیوالو سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ وړاندیز کوي، چې ښځې باید په خپلو حقونو خبرې شي.

نوموړې وايي: "تر هغو چې خپله ښځه په خپلو حقوقو او هغه مدني حق چې په قانون او اسلام کې ورکړل شوی، خپله پوهه نه شي، فکر نه‌کوم هغه فشارونه چې خلک یې پر ښځو راولي، چې ګواکې حجاب څنګه رعایت کړي، کوم دوستور دیني دی، کوم یو کلتوري دی، نه‌شي تفریق کولی. هیله من یم ښځې سواد ولري، په خپل حق پوهه شي، په رواج پوهه شي، په خپل حق پوهه شي."

د طالبانو ویاندویانو په دې اړه چې په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره څه پلانونه لري، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، څرنګه چې ښځې ځینې مهال په کلیوالي سیمو کې له عام لید څخه لیرې پاتې دي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر مهال باید دغه ښځې هېرې نه کړای شي او د دوی اړتیاوې کم اهمیته ونه ګڼل شي.

که دغه راپور په غږیزه بڼه اورېدل غواړئ نو لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:01 0:00
  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG