د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

رينا اميري: طالبان تر هغو مشروعيت نه‌شي ترلاسه کولی ترڅو د مېرمنو او نجونو حقونه ور نه‌کړي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو حکومت تر هغه د نړیوالې ټولنې مشروع غړی نه‌شي کېدلای چې، دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی و نه‌کړي.

د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي چې، د ټولو افغانانو حقونه د اسلام په چوکاټ کې رعایت کوي.

رينا اميري پر خپل ټوېټر لیکلي دي، طالبان باید پوه شي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته له درناوي پرته د نړۍوالې ټولنې غړي کېدلای نه‌شي او دا د مخکې تګ لپاره بنسټیزه موضوع ده.

اغلې امیري د نجونو نړۍوالې ورځې ته چې پرون وه، په اشارې ویلي دي، نړۍ د افغان زړورو نجونو ترڅنګ ولاړه ده.

رينا اميري
رينا اميري

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د طالبانو حکومت په اوسنیو او مخکینیو غړو یې تازه بندیزونه لګولي دي.

د دې بندیزونه له لګېدو وروسته پر طالبانو د ویزو محدودېتونه وضع شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، په هغو کسانو به دا بندیزونه ولګول شوي چې نجونې او ښځې یې په افغانستان کې له خپلو حقونو محرومې کړې دي.

خو په اعلاميه کې نومونه نه‌دي اخیستل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه شان ویلي، دوی به پر طالبانو فشار راوړي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د نورو بنسټیزو ازاديو ترڅنګ ټولو ته د زده‌کړو حق ورکړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسوله هیدربار په طالبانو د فشارونو او بندیزونو هرکلی کوي او وايي دا فشارونه او بندیزونه طالبانو ته دا پیغام رسوي چې د بشري حقونو په برخه کې سرغړونې یې نور د منلو نه‌دي.

نوموړې ويلي: "دا په عموم کې یو ښه خبر دی او دا د هر هېواد مسؤلیت دی چې طالبانو ته یو څرګند پيغام ورسوي چې له بشري حقونو سرغړونې یې د منلو نه‌دي او د ښځو او نجونو د بشري حقونو د نقض له امله دوی باید مجازات شي. اوس مهال په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ډېرې سرغړونې په افغانستان کې کېږي او دې کړکېچ ته د نړۍوالې ټولنې اوسنی دريځ بسنه نه‌کوي. موږ له نړۍوالې ټولنې په عموم کې او له هېوادونو په ځانګړې توګه د یو ګډ اقدام تمه لرو."

هيدر بار
هيدر بار

په طالبانو د تازه محدوديتونو په اړه د ښځو د حقونو فعاله او د افغان ښځو شبکې د رهبري شورا غړې شمایل زارع وايي، تر دې مخکې هم ورته بندیزونه لګول شوي خو پایله یې نه درلوده.

اغلې زارع وايي که نړۍواله ټولنه غواړي چې ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته یې حقونه ورکړل شي، باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

نوموړې وايي: "زما په نظر تر هغو پورې چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا د طالبانو په وړاندې جدي اقدام و نه‌کړي، دا محدوديتونه چندانې تاثیر نه‌لري. هغه وخت به تاثیر ولري چې دوی د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او د جدي او متحدانه اقداماتو په لړ کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي."

له زده‌کړو او نورو بنسټیزو حقونو د ښځو د محرومولو په خاطر په طالبانو داسې مهال بندیزونه لګول کېږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش هم له طالبانو غوښتي و چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

"هغو پورې چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا د طالبانو په وړاندې جدي اقدام و نه‌کړي، دا محدوديتونه چندانې تاثیر نه‌لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه اقدام په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتل خو په دې اړه یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو طالب چارواکو بیا تر دې مخکې د ورته بندیزونو په اړه ویلي و، نړۍواله ټولنه دې پر دوی د فشار راوړلو پر ځای د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار ورسره وکړي.

د یادونې ده چې پر افغانستان طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګيو پورته د نجونو ښوونځي وتړل او ښځې یې په ډېرو برخو کې له کاره منع کړې دي، دغه شان حجاب یې هم پرې اجباري کړی دی.

خو له نړۍوالو فشارونو سره هم طالبان تر اوسه حاضر شوي نه‌دي چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي او د ښځو ته د کار د حق ترڅنګ یې نور حقونه ورکړي.

خو طالبانو بیا ویلي، د شريعت په چوکاټ کې یې ښځو ته خپل حقونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG