د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان د ښځو له حقونو په انکار سره د هغوی له منځه وړلو هڅه کوي


کابل کې يو طالب عسکر يوې ښځې ته ټوپک مخامخ نيولی - ارشيف
کابل کې يو طالب عسکر يوې ښځې ته ټوپک مخامخ نيولی - ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان د يو راپور په خپرولو د افغان ښځو او نجونو د روان وضعیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ ادعا کړې، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې موده کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو ځکه سرغړونې کړي، چې غواړي له ټولنې یې ګوښه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان دا راپور نن د اکتوبر په ۵مه نېټه يې خپور کړی، چې په یوه برخه کې یې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له بیا راتلو وروسته، د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو سیستماتیک تېری، شکنجې او د ناوړه چلند په ګډون د تاوتریخوالي کارول او په اجباري توګه له صحنې لیرې کولو وېره رامنځته کړې او دغه شان یې له افغاني ټولنې څخه د ښځو او نجونو د بشپړ حذفولو ګواښ رامنځته کړی، د طالبانو د لومړنیو ژمنو سره سره چې د ښځو حقونو ته به د اسلام په چوکاټ کې درناوی کوي، خو له بېلابېلو لارو د ښځو او نجونو پر حقونو تېری کېږي، حال دا چې دوی د روان اقتصادي کړکېچ لویه برخه مشکلات ګالي."

دغه سازمان په خپل راپور کې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: "طالبان باید د بیان ازادۍ او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي، ویې ساتي او وده ورکړي، طالبان باید د کار کولو د حق، د مدني حرکت د حق او د سیاست کولو د حق د تضمینولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي."

مېرمنو او نجونو د خپلو حقونو لپاره ګڼ لاريونونه هم وکړل چې د طالبانو له‌خوا د غبرګونونو سره مخ شول.
مېرمنو او نجونو د خپلو حقونو لپاره ګڼ لاريونونه هم وکړل چې د طالبانو له‌خوا د غبرګونونو سره مخ شول.

په راپور کې دغه شان راغلي طالبان باید: "سوله‌يیزو مظاهرو ته اجازه ورکړل شي،د فعالانو او ژورنالېستانو په وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي،د ښځو او نجونو لپاره د سفر محدودیتونه لرې کړل شي، ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د حکومت او نورو ځایونو لپاره کار وکړي بېرته کار ته راستنې شي اوطالبان باید د ښځو او نجونو د زده کړې حق ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول په ثانوي ښوونځيو کې د نجونو پر تګ د بندیز لغوه کولو تر څنګ د دې ډاډ رامنځته شي چې ښځو او نجونو ته د زده کړې فرصتونه د نارینه وو په څېر برابر دي."

"سوله‌يیزو مظاهرو ته اجازه ورکړل شي،د فعالانو او ژورنالېستانو په وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي"

هڅه مو وکړه د دغه سازمان د راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

خو نوموړي بیا وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې، دوی د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي.

بل‌خوا د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې چې په افغانستان کې دننه مېشتې دي هم د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول له ملګرو ملتونو د جدي پام غوښتنه کوي.

طالبانو تر ټولو لوی محدوديت د نجونو پر زده کړو لګولی دی چې له نړيوالو غبرګونونو او فشارونو سره هم مخ دي.
طالبانو تر ټولو لوی محدوديت د نجونو پر زده کړو لګولی دی چې له نړيوالو غبرګونونو او فشارونو سره هم مخ دي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې نجیبې دانش ازادي راډیو ته وویل: "افغان ښځې په هېواد کې دننه یوازې دي، ځکه کله چې دوی د خپلو حقونو غوښتنه کوي او یا هم کله چې په لاریون لاس پورې کوي، دوی تهدیدېږي او په یو ډول یې غږ ځپل کېږي، نو د دې لپاره یوازې نړیوال کولای شي چې پر طالبانو فشار راولي او د افغان ښځو له حقونو دفاع وکړي."

"افغان ښځې په هېواد کې دننه یوازې دي"

اغلې دانش وایي باید طالبان د نړیوالو له لوري د ښځو د حقونو د سرغړونکو په توګه وپېژندل شي -هغه څه چې د بښنې نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې ورته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د دوی د هغو مشرانو پر سفرونو بندیز ولګوي، کوم چې د افغان ښځو د حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي.

طالبانو د خپل حکومت له پیله تر دې دمه له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له کار کولو منع کړي، حجاب یې پرې جبري کړی او له محرم پرته یې پر لري واټن سفر هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG