د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر بشري وضعیت بیا اندېښنه وښوده


کابل کې د ښځینه لاریون کوونکو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو انځور
کابل کې د ښځینه لاریون کوونکو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ دی، افغان ښځو د روان وضعیت پر وړاندې خپل غږ اوچت ساتلی او خپل حق غواړي.

ریچارډ بینیت پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افغانانو د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ټولنو له مسوولانو سره په کتنه کې وویل: "د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره د افغانستان په څېر چلند نه کېږي. دا یوازې په افغانستان کې ممکنه ده. البته یوځل پخوا هم داسې شوي چې هغه هم د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې و. باید اجازه ورنه کړو چې دا ډول چلند تکرار شي. افغان ښځې داسې احساسوي چې له پامه غورځول شوي او هېرې شوې دي. دا یو واقعیت دی او هیله لرم چې په دې کې بدلون پیل شي."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیت
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیت

ښاغلي بېنیت د افغان مېرمنو د هڅو ستاینه وکړه، ویې ویل چې دوی نه یوازې د خپلو حقونو بلکې د افغانستان د ټولو وګړو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پکتیا ولایت کې د لنډې مودې لپاره د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو او د هغو د بېرته بندېدو راپورونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري.

د پرونۍ غونډې کوربه په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو ټولنه وه.

د دې ټولنې رییس میر عبدالواحد سادات تېر ماښام له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا غونډه د کابل په دشت برچي سیمه کې د جمعې ورځې د خونړۍ حملې د قربانیانو یاد ته د درناوي په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما د راپور له مخې په دې برید کې ټول ۳۵ کسان چې ډېری نجونې وې وژل شوي او له اتیا زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG