د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بشري ناورین؛ ملګري ملتونه: افغانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي


ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له یو سخت کال وروسته اوس د ژمې د قحطۍ له خطر سره مخ دی.

د ارزګان اوسېدونکی ۵۶ کلن ګل باز، چې د اوه کسیزې کورنۍ نفقه ورتر غاړې ده، وايي راتلونکي ژمي ته سخت اندېښمن دی.

د ده په خبره اقتصادي وضعیت يې تر دې برید خراب دی، چې ان په کور کې د خوراک لپاره هم څه نه لري.

هغه وویل: "دومره له لوږې سره مخ یو چې هغه بله شپه راپاڅېدم چیغې مې کړې، ما ویل یا الله تر سهاره مونږ ټول مړه کړې. قسم دی که کور کې هېڅ لرو. ژوند مو ډېر سخت دی."

ګل باز د هغه لکونو هغو افغانانو یوه بېلګه ده، چې دا مهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله هم له ورته حالت سره مخ دی.

هغه وايي، نه کار، نه خواړه او نه ژمي ته د سونګ توکي لري.

نوموړي زیاته کړه: "ژمې راروان دی، په کور کې هېڅ نه شته، نه لرګي شته، نه اوړه شته او نه هم کار روزګار."

دوی د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري له بې وزله افغانانو سره د شویو مرستو په څرنګوالي هم نیوکې کوي وايي، دا مرستې تر ډېره هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په حکومت او یا هم مرستندویه موسسو کې له خلکو سره اړیکې ولري، هغه ادعا چې طالب ویندویانو په وار وار رد کړې ده.

خوست کې خلک د بېکارۍ څخه شکایت کوي. 02-12-2021
خوست کې خلک د بېکارۍ څخه شکایت کوي. 02-12-2021

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له کال زیاته موده ووته.

بې روزګاري او ولږه زیاته شوې ده او بې وزلي هم خپل اوج ته رسېدلې.

تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي ویلي دي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له یو سخت کال وروسته اوس د ژمي د قحطۍ له خطر سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې دغه اداره په بېړني ډول ۱ عشاریه ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د ۱۸ میلیونه افغانانو غذايي امنیت خوندي او مرستو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "زلزلې، سېلابونو، شدیدې وچکالۍ، د حاصلاتو کمېدلو په افغانستان کې داسې ناورین رامنځته کړی چې نږدې هره کورنۍ يې اغېزمنه کړې ده. د راروان ژمي میاشتې به د لوږې د خورا لوی ناورین د دوام د مخنیوي لپاره مهمې وي."

ډبیلو ایف پي ویلي دي چې په تېر یو کال کې د افغانستان اقتصادي نظام سقوط شوی او د خلکو کاروبارونه له منځه تللي دي.

دغه ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي دي، چې په افغانسان په لومړي ځل ښاري او منځنۍ کورنۍ له اقتصادي اړخه ځپل کېږي.

د خوړو نړیوال پرواګرام که څه هم له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې، خو وايي چې د ناورین کچه پراخه ده او نورو مرستو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یو ټوېټ کې ویلي چې د افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي دي، چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې يې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴ عشاریه ۴ ملیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه خو دوی یوازې د د دې رقم ۴۳ سلنه ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو بیان کې چې نن د دې ادارې پر ټوېټر خپور شو ویلي، چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په افغانستان کې د جګړو له کبله له درې میلیون زیات افغانان بېځایه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG