د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ملګرو ملتونو د افغانستان د بېړني وضعيت په اړه خبرداری ورکړ


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د بېړني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی.

دغې ادارې د سپټمبر په ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د لوږې له امله په بېړني حالت کې وي.

دغه سازمان افغانستان د شپږو هغو هېوادونو په کتار کې یاد کړی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او په خبره یې اوسېدونکي یې باید د مړینې له ګواښه وژغورل شي.

محمد انبیا چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی او د یوې اوه کسیزې کورنۍ سرپرست دی د کورنۍ څو غړي يې نابينا دی.

نوموړی چې د ګټې وټې څوک نه‌لري وايي، بې‌وزلۍ سخت ځپلی دی، نه یې چا پوښتنه کړې او نه یې کومه مرسته تر لاسه کړې ده.

نوموړی وايي: "یو ماښام او بل ماښام پر کورونو ګرځم او زارۍ (مرستې غوښتنه) کوم، کله لاړ شم شپشتې ورېبم، بیا مې يې اولادونو ته پخوو، حیران یم چې څه چاره وکړم، نه په معیوبینو کې ثبت یم نه تنخوا لرم، زه خپله، مېرمن او مور مې نا بینا یو، پلار مې سپین ږیری دی، د ګټې وټې څوک نه‌لرم، دوی (موسسات) دې راشي او موږ سره دې مرستې وکړي."

محمد انبیا وایي دی حالت دومره په تنګ کړی چې کله کله ځان او کورنۍ ته له خدای مرګ غواړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و، چې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، د لوږې له سخت کړکېچ سره مخ دي
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و، چې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، د لوږې له سخت کړکېچ سره مخ دي

خو دا یوازې محمد انبیا نه دی، بلکې ډېری افغانان په خپل هېواد کې له ورته یو وضعیت سره مخ دي، چې ازادي راډیو په خپلو راپورونو کې وخت په وخت له دوی سره خبرې کړې دي.

تازه د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان کې به ډېر ژر شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب او شدیدې لوږې سره مخ شي او د سړو په زیاتېدو به د مړینه کچه هم په‌کې لوړه شي.

"ښایي په راتلونکي کې به د پام وړ ځاني تلفات واوړي"

د دغه سازمان د یادو ادارې له لوري په یو خپور کړي راپور کې راغلي چې: "په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب شدت دا په ډاګه کوي چې ښایي په راتلونکي کې به د پام وړ ځاني تلفات واوړي، ځکه اټکل کېږي چې، تر نومبر میاشت پورې نږدې شپږ میلیونه خلک د بېړني وضعیت فاز کې برابر شي، له هغه وروسته به د خوړو د نه خوندیتوب د شدت ګواښ او په پراخه کچه مړینه زیاته شي، ځکه سخت ژمی او کم اوبه لرونکی موسم په رارسېدو دی."

افغانستان کې بې‌کاري، بې‌وزلي او فقر تر بل هر وخت ډېر شوی د ی.
افغانستان کې بې‌کاري، بې‌وزلي او فقر تر بل هر وخت ډېر شوی د ی.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۹ قحطۍ ځپلو هېوادونو کې بشري مرستو ته اړتیا ده، خو په شپږو هېوادونو افغانستان، ایتوپیا، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن کې بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت دی، ترڅو په خبره یې د دې هېوادونو اوسېدونکي د لوږې له ناورین او له مرګه وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، تېر ژمي کې د افغانستان په لوړو (غرنیو) سیمو کې شل زره کسان له سختې لوږې سره مخامخ شوي وه.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و، چې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، د لوږې له سخت کړکېچ سره مخ دي او له اړو افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو پر چمتو کولو یې ټینګار کړی و.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، اکثرو مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې او د امریکا له لوري بیا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې، په سلګونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې چې له امله یې افغانستان کې اقتصادي کړکېچ رامنځته شو.

XS
SM
MD
LG