د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

امریکا د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ میلیارده سویس ته لېږدوي


د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحدوایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده شتمنۍ له ډلې درې نیم میلیارده په سویس کې یوه صندق ته انتقالوي.

نړیوالو اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان درې نیم میلیارده کنګل شوې شتمني په سویس کې یوه صندوق ته استوي.

له افغانستان سره د مرستې صندوق چې له څو غړو د جوړ یوه بورد له خوا مدیریت کېږي، دا پیسې په ډېرو مهمو برخو لګوي.

په راپورونو کې راغلي چې له دغه صندوقه به د افغانستان د برښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښت ورکول کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت نن د سپټمبر په ۱۴مه یوه اعلامیه کې وویل، له افغانستان سره د مرستو صندوق به دا درې نیم میلیارده ډالر د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره ساتي او د مشخصو اهدافو لپاره به یې لګوي.

امریکایي چارواکو ویلي، هېڅ یوه روپۍ به د افغانستان بانک ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ونه سپارل شي.

رویټرز خبري اژانس هغه سند ترلاسه کړی چې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمییو په کې ویلي، تر هغو چې د دوی شرطونه ونه منل شي، د افغانستان مرکزي بانک ته د پيسو لېږل ورته د منلو نه دي.

د ده استدلال دادی چې مرکزي بانک ته د دغو پیسو لېږدول د افغانستان د خلکو د ملاتړ د سرچینې په توګه له خطر سره مخامخېدای شي.

د امریکا شرط دا دی چې افغانستان بانک دې د طالبانو له مدیریت او سیاسي لاسوهنو بهر شي او متخصص او هغه کسان دې په کې وګمارل شي چې د پیسو سپینولو مخالف دي.

وړاندې راغلي، له افغانستان سره د مرستو له صندوقه به د افغانستان بشري بحران سره مرسته ونه شي.

په داسې حال کې چې ژمی په رانږدې کېدو دی، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د څلویښت میلیونه وګړو نیمایي برخه له شدیدې لوږې سره مخامخ ده.

څه باندې یو کال شو چې امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمنې کنګل کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د همدې مېلادي کال په فبرورۍ میاشته کې د امریکا و لسمشر جوبایډن یو فرمان ورکړ چې له مخې یې د افغانستان د کنګل شوې شتمني نیمایي برخه د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو او پاته درې میلیارده نوري یې د افغانانو بشري مرستو ته ځانګړې کړه.

د امریکا ترڅنګ د افغانستان شاوخوا دوه میلیارده ډالره شتمني په اروپا او د متحده عربي اماراتو په بانکونو کې کنګل دي.

امریکایي چارواکو ویلي، د دغو پیسو د څارنې په بورد کې د امریکا او سویس د حکومتونو یو یو استازی او دغه راز د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارلحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی ډاکټر شا محرابي شامل دی.

افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او دوی غواړي چې پر دې اسعارو لګول شوي بندیزونه لرې شي.

د افغانستان بانک چې د طالبانو تر واک لاندې دی ویلي، په نا مرتبطه برخو کې د دغو زېرمو تخصیص او کارونه دوی ته د منلو نه ده او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.

XS
SM
MD
LG