د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

يو شمېر دولتي کارکوونکي: معاشونه مو کم خو د توکو بيې څو برابره لوړې شوي


يو شمېر افغانان - ارشيف
يو شمېر افغانان - ارشيف

يو شمېر دولتي کارکونکي په ورځني ډول د خوراکي او سون توکو له لوړو بیو او دغه شان د میاشتني معاش د کمښت له امله شکایت کوي.

دوی وايي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د دوی معاشونه کم کړي خو له بلې خوا د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو توان نه‌لري.

د دوی په خبره، په داسې حال کې چې په تېرو ۱۵ کلونو د هر څه بیې څو برابره زیاتې شوي خو د دوی په معاش کې تغیر نه‌دی راغلی.

فتانه په کابل کې له تېرو ۱۳ کلنو راهیسې په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکي ده.

نوموړې په تېر حکومت کې ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود خو اوس د طالبانو په حکومت کې ۹ زره افغانۍ معاش اخلي.

فتانه وايي، د طالبانو په حکومت کې نه‌شي کولای خپله ۷ کسیزه کورنۍ په دې ۹ زره افغانیو وچلوي.

نوموړې وايي: "۹۰۰۰ افعانۍ دي او کله چې خپل معاش رواړم ټولې پېسې زړې دي او هغه هم دوګانداران نه اخلي، نرخونو زیات لوړ دي او زه نه‌شم کولای خپله ۷ کسیزه کورنۍ په دې ۹ زرو افغانیو باندې وچلوم."

افغانستان کې بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او ترڅنګ يې د توکو بيې څو برابره لوړې شوي دي.
افغانستان کې بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او ترڅنګ يې د توکو بيې څو برابره لوړې شوي دي.

د دولتي مامورینو لږ امتیازات کومه نوې خبره نه‌ده، دغه چاره په تېر حکومت کې هم و خو اوس اقتصادي بحران دغه فشار دوه برابره کړی.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې یو امریکايي ډالر له ۷۹ نه تر ۸۰ افغانیو پورې تبادله کېده، د یو بورۍ وړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ و، یو ۱۶ کلیويي د غوړو قوتۍ ۱۰۸۵ افغانۍ او ۲۴ کلیو ګرامه وریجې ۲۳۰۰ افغانۍ وې.

خو په کابل کې نن جمعه یو امریکايي ډالر په ۸۸،۳۳ افغانۍ تبادله کېده او د یو بورۍ وړو بیه ۲۳۵۰ افغانۍ، د ۱۶ کلیويي غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ او ۲۴ کلیو ګرام وریجو بیه ۲۹۰۰ افغانۍ و.

دغو نرخو په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ښاروالۍ ریاست له ازادي راډیو سره د جمعې په ورځ شریک کړي.

ارشيف
ارشيف

خو د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې، هټۍوال د ښاروالۍ ریاست نرخ پاڼې ته پام نه‌کوي.

له بلې خوا بیا یو شمېر دولتي کارکونکي او عام وګړي وايي چې، مجبوره دي خوراکي او سون توکي په لوړه بیه وپېري.

"نرخونه د تېر کلونو په پرتله زیات لوړ شوي، ژمی په مخ کې لرو"

ځيني دولتي کارکونکي بیا وايي، سره له دې چې کلونه کلونه کېږي د ژوند د لومړنیو توکو په بیو کې تغیر نه‌دی راغلی خو معاشونه یې لا هم نه‌دي لوړ شوي او په لږ معاش د خپل کور هغه اساسي اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

د کابل ښار اوسیدونکي احمد ضیا وايي: "نرخونه د تېرو کلونو په پرتله زیات لوړ شوي، ژمی په مخ کې لرو، د ډبرو سکارو ټن په ۸ زره افغانۍ و اوس ۱۵ زره افغانیو ته لوړی شوی، ددغو نرخو د کنټرول په برخه کې باید حکومت لاس په کار شي."

نوموړی وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او د زیاتې بې‌کاری سره د خوراکي او سون توکو بیو لوړوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.

موږ هڅه وکړه چې د کابل ښاروالۍ نظر په دې اړه واخلو د دې ریاست ویاند نعمت الله بارکزي ددې راپور تر خپرېدو زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

XS
SM
MD
LG