د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

کابل ښاروالۍ له خلکو د کورونو د صفايي پيسې غواړي؛ خلک: موږ د ډوډۍ پيسې نه‌لرو


يو شمېر کابل ښاريان
يو شمېر کابل ښاريان

په داسې حال کې چې یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې‌کاري ډېره شوې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ، د جایدادونو له خاوندانو غوښتې چې خپل د کورنو د څو تېرو کلونو صفایي پیسې يو ځای ژر تر ژره تحویل کړي.

د کابل ښاروالی د نشراتو رئیس او ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل، د صفایي پوروړو کورونه ته جلب لېږل کېږي، خو په خبره یې پوروړي تجارتي او صنعتي ځایونه به مهر او لاک شي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د خپلو کورونو د صفایي له ورکړې انکار نه‌کوي، خو د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای چې په کم وخت کې دا تحویلي وکړي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی چې د امنيتي ستونز له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي: "موږ د سبا او بېګاه ډوډۍ ته حیران یو، دوی په زور په موږ صفایي تحویلوي."

دا کس وايي، د دوه کلونو د صفایي پیسې پرې پاتې دي، نهه زره افغانۍ کېږي، اقتصادي ستونزو لري او د تحویلۍ وس یې نه‌لري، خو وايي د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالی ورته استعلام ورکړی، چې دا پیسې باید ژر تر ژره تحویل کړي.

نوموړي وايي: "د دوو کلونو پیسې پاتې دي، تېره ورځ یې استعلام رالېږلی، د طالبانو حکومت ټول تمرکز په دې کړی چې باید مالیه تحویل شي، د کور صفایي تحویل شي، ښه تاسې چې دا غواړئ، تاسو په دا ټېر یوه کال کې څه کړي؟ کوم خدمت مو بېرته خلکو ته کړی؟ موږ د بېګا ډوډۍ نه‌لرو، دوی له موږ نه صفایي غواړي."

خلک وايي، د ماښام ډوډۍ لپاره ان پيسې نه‌لري خو ښاروالۍ ترې د څو کلونو د صفايي پيسې غوښتي - ارشيف
خلک وايي، د ماښام ډوډۍ لپاره ان پيسې نه‌لري خو ښاروالۍ ترې د څو کلونو د صفايي پيسې غوښتي - ارشيف

د کابل ښار بله اوسېدونکې مرضیه وایي، د طالبانو په حکومت باندې بهرنۍ مرستې بندې دي، پیسې نه‌لري، دوی غواړي چې خپل ټول لګښتونه له عامو خلکو نه د صفایي او مالیې په نوم پوره کړي.

"حکومت یوازې د ځان په هکله فکر کوي، پیسو ټولولو ته تیار دی، د خلکو په غم کې نه‌دي"

د نوموړې په خبره هغه حکومتونه له خلکو څخه د مالیې او د کورونو د صفایي د پیسو د ټولولو حق لري، چې خلکو ته د کار او عاید زمینه برابره کړي.

اغلې مرضيه وايي: "اوسنی حکومت پیسې نه‌لري بهرنۍ مرستې ورباندې بندې دي، د صفایي په نوم پیسې په خلکو باندې په جبري ډول تحویلوي، چې دا لوی ظلم دی، حکومت یوازې د ځان په هکله فکر کوي، پیسو ټولولو ته تیار دی، د خلکو په غم کې نه‌دي."

خو د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې چارواکي وايي، د خلکو د کورونو د صفایي او مالیې پیسې د کابل ښارولې کورني عواید دي او دوی چې په کومو پروژو کار کوي، لګښتونه یې له همدې لارې پوره کوي.

کابل ښاروالۍ نښان
کابل ښاروالۍ نښان

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئیس او ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "کورونو ته یوازې یو جلب لېږو، چې دوی ته دا احوال ورکړو چې دوی باید خپله صفایي تحویل کړي، خو تجارتي او صنعتي ځایونه چې په ښارونو کې دي که یې مالیه يې نه وي تحویل کړي هغه مهر او لاک کوو، چې دا زموږ حق دی په دې پیسو موږ بېرته ښاري خدمتونه خلکو ته وړاندې کوو، له خلکو څخه غوښتنه کوو چې دا پیسې تحویل کړي، ترڅو وشو کوی چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړو."

نوموړي وویل، په دې خدمتونو کې د لارو کوڅو جوړول، اوبه رسول او نورو ښاري خدمتونو شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریانو مخکې تر دې د سړکونو د خرابوالي په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې پرې د اوبو د ډنډېدو او بندېدو له امله په وار وار شکایتونه کړي دي.

ښاغلي بارکزي وویل، دا نه‌شي ویلی چې، د یو کور د صفایي پیسې څومره دي، ځکه د ده په خبره ځای او د کور لویوالي او کوچنیوالي ته په کتو فرق کوي.

افغانستان کې بې‌کاري، فقر او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې.
افغانستان کې بې‌کاري، فقر او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې.

کابل ښاریان وايي، دوی د خپلو کورنو د صفایي له ورکړې انکار نه‌کوي، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې‌کاري زیاته شوې، خلک په لویه کچه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه‌شي کولای په کم وخت کې دا کار ترسره کړي.

دوی د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې له کابل ښاروالې غواړي، چې یو څه وخت ورکړي، تر څو لازم رقم برابر او تحویل کړي.

خو د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ وايي نور وخت نه‌شي ورکولای، ځکه ان لس کلن پوروړي هم لري، په داسې حال کې چې د جایدانونو د صفایي تحویلي باید کال په کال تر سره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG