د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان کې بې‌وزلي؛ ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره د مرستې غوښتنه کړې


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو ځینو ادارو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او د ملیونونو اړو افغانانو د لاسنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا وايي، دا مهال په افغانستان کې ۲۵ ملیونه وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دغې ادارې پرون سې شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي کافي خواړه نه لري.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام پرون ویلي په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو، ګڼې کورنۍ له لوږې سره مخامخې کړې دي.

دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي دا مهال په افغانستان کې ۶ ميلیونه وګړي د قحطۍ له بحران سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي د اړو کسانو د مرستې د دوام لپاره د روان میلادي کال تر پایه ۹۶۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي دي، تر نيمايي ډېر افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه‌لري.
د ملګرو ملتونو ادارې ويلي دي، تر نيمايي ډېر افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه‌لري.

د دې تر څنګ د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی روان میلادي کال په افغانستان کې په ملیونونو وګړو ته د خوراکي توکو مرستې رسولي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا (WFP) ویاند وحید الله اماني پرون سې شنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې په پام کې لرل چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه ټولو هغو ۲۳ ملیونو کسانو ته چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د خوړو له پلوه نه خوندي ثابت شوي وو، د خوراکي توکو مرستې، نغدې پیسې چې وکړای شي خوراکي توکي رانیسې یا هم د کوپون په بڼه مرستې ورسوي. تر اوسه په افغانستان کې تر ۲۱ ملیون ډېرو کسانو ته د خوراکي توکو، د نغدو پیسو یا هم کوپون په بڼه مرستې رسېدلي دي. هدف دا دی چې د کال تر پایه نور هم خپلو مرستو ته دوام ور کړو."

بل خوا د توکو نرخونو لوړېدل ګڼې کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.
بل خوا د توکو نرخونو لوړېدل ګڼې کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو کال پوره شوی، په دې موده کې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ اندازه زیاته شوې، اقتصاد له رکود سره مخامخ دی او زیات شخصي کار و بارونه هم اغېزمن شوي دي.

طالبان د روانو اقتصادي ستونزو عمده علت د افغانستان د ملیارډونو ډالرو شتمنۍ کنګل کېدل یادوي او وايي دوی بیا هم له ځینو هېوادونو سره په تماس کې دي چې په افغانستان کې د اړو کسانو په لاسنیوي کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG